د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
50 : 27

وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

هغوی د صالح او د هغه د مؤمنو پيروانو لپاره په پټه چل جوړ کړ، موږ د هغه د مرستې او د هغوی له چل څخه د خلاصون لپاره او د هغه له قوم څخه د کافرانو د تباهۍ لپاره تدبير ونيوی، خو هغوی پردې پوه هم نه وو. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الاستغفار من المعاصي سبب لرحمة الله.
له ګناهونو بښنه غوښتل د الله د رحمت لامل کيږي. info

• التشاؤم بالأشخاص والأشياء ليس من صفات المؤمنين.
پر اشخاصو او شيانو بدشاګوم نيول د مؤمنانو له صفتونو څخه نه دي. info

• عاقبة التمالؤ على الشر والمكر بأهل الحق سيئة.
د حق د څښتنانو په اړه په شر او چل کولو کې په يوه خوله کېدلو پايله بده وي. info

• إعلان المنكر أقبح من الاستتار به.
د بد کارۍ اعلان کول له پټولو يې ډېر بد کار دی. info

• الإنكار على أهل الفسوق والفجور واجب.
پر فاسقانو او فاجرانو انکار کول او بد ويل واجب دي. info