د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
37 : 25

وَقَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَجَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟ۚۙ

او د نوح قوم چې کله په خپلو درواغ ګنلو نوح عليه السلام درواغجن وګاڼه، هغوی مو په درياب کې غرق کړل، د هغوی تباهي مو د ظالمانو په له منځه وړلو زموږ د قدرت نښانه وګرځوله، د قيامت په ورځ مو د هغوی لپاره دردوونکې سزا چمتو کړې ده. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الكفر بالله والتكذيب بآياته سبب إهلاك الأمم.
پر الله کفر او د هغه د آيتونو درواغ ګڼل د امتونو د تباهۍ لامل دی. info

• غياب الإيمان بالبعث سبب عدم الاتعاظ.
پر بيا را ژوندي کېدو ايمان نه لرل د پند نه اخېستلو لامل دی. info

• السخرية بأهل الحق شأن الكافرين.
د حق پر پلويانو ملنډې وهل د کافرانو عادت دی. info

• خطر اتباع الهوى.
د نفساني غوښتنو د پيروۍ خطر. info