د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
24 : 24

یَّوْمَ تَشْهَدُ عَلَیْهِمْ اَلْسِنَتُهُمْ وَاَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

هغوی ته به د قيامت په ورځ دغه سزا ورسيږي، کله چې يې ژبې د هغوی پر خلاف د باطلې وينا شاهدي ورکړي، لاسونه او پښې يې د هغه څه شاهدي ورکړي چې کول يې. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• إغراءات الشيطان ووساوسه داعية إلى ارتكاب المعاصي، فليحذرها المؤمن.
د شيطان هڅونې او د هغه وسوسې د ګنانونو د ارتکاب خواته بلونکې دي؛ نو مومن بايد ډډه ترې وکړي. info

• التوفيق للتوبة والعمل الصالح من الله لا من العبد.
د توبې او نېک عمل توفيق د الله له لوري وي نه د بنده لخوا. info

• العفو والصفح عن المسيء سبب لغفران الذنوب.
تېروتونکي ته بښنه کول او له هغه تېرېدنه د ګناهونو د بښنې لامل ګرځي. info

• قذف العفائف من كبائر الذنوب.
پر پاک لمنو ښځو تور لګول له لويو ګناهونو څخه دي. info

• مشروعية الاستئذان لحماية النظر، والحفاظ على حرمة البيوت.
د اجازې غوښتلو مشروعيت د نظر د خونديتابه او کورونو د حرمت ساتلو په موخه دی. info