د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
4 : 22

كُتِبَ عَلَیْهِ اَنَّهٗ مَنْ تَوَلَّاهُ فَاَنَّهٗ یُضِلُّهٗ وَیَهْدِیْهِ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟

مقرر کړی شوې په دې سرکښ انسي او جني شیطان باندې چې یقېنا چا چې د ده تابعداري وکړه، او د ده خبره یې ومنله نو خامخا به یې دحق له لارې څخه بې لارې کوي، او عذاب د اور ته به یې رسوي د هغه د کفر او ګناهونو په وجه. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• وجوب الاستعداد ليوم القيامة بزاد التقوى.
واجب دی تیاری کول د قیامت ورځې ته د تقوی په توخې سره. info

• شدة أهوال القيامة حيث تنسى المرضعة طفلها وتسقط الحامل حملها وتذهب عقول الناس.
د قیامت د هېبت سختي داسې چې هیره به کړي هره یوه تی ورکوونکي زنانه خپل بچي لره او وبه غورځوي حامله زنانه خپل حمل لره او د خلکو عقلونه به لاړ شي. info

• التدرج في الخلق سُنَّة إلهية.
په پی درپی ډول پيداېښت؛ الهي قانون دی. info

• دلالة الخلق الأول على إمكان البعث.
د لومړي پيداېښت تر سره کېدل په بېرته راژوندي کولو باندې دلالت کوي. info

• ظاهرة المطر وما يتبعها من إنبات الأرض دليل ملموس على بعث الأموات.
د باران څرګنده نښه او هغه څه چې په دې پسې وروسته راځي د راټوکولو د زمکې نه یو څرګند دلیل دی په بېرته راژوندي کولو د مړو. info