د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
89 : 20

اَفَلَا یَرَوْنَ اَلَّا یَرْجِعُ اِلَیْهِمْ قَوْلًا ۙ۬— وَّلَا یَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا ۟۠

آیا نه ګوري دا کسان چې فتنه کې واقع شوي د خوسي په وجه نو بندګي یې ورله شروع کړې، بېشکه خوسی چې دی نه د دوی سره خبرې کولی شي او نه ورته څه جواب ورکولی شي، او طاقت نه لري په دفع کولو د ضرر د دوی نه او نه د نور چا نه، او طاقت نه لري د فاېدې رسولو خپل ځان ته، او نه بل چا ته. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• خداع الناس بتزوير الحقائق مسلك أهل الضلال.
د حقیقتونو په بدلولو سره د خلکو دوکه کول د ګمراهانو طریقه کار دی. info

• الغضب المحمود هو الذي يكون عند انتهاكِ محارم الله.
ستايل شوې غصه هغه ده چې د الله د محارمو د له منځه تلو پر مهال وي. info

• في الآيات أصل في نفي أهل البدع والمعاصي وهجرانهم، وألا يُخَالَطوا.
په دې آیتونو کې اصل دی په شړلو د بدعتیانو او ګمراهانو او د هغوی پرېښودل، او باید د هغوی سره څوک یوځای نشي. info

• في الآيات وجوب التفكر في معرفة الله تعالى من خلال مفعولاته في الكون.
آیتونه پدې دلالت کوي چې د الله تعالی د پيژندګلوۍ په موخه د هغه په کایناتو او په کایناتو کې د هغه په کړنو کې فکر کول یو واجب عمل دی. info