د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

د مخ نمبر:close

external-link copy
257 : 2

اَللّٰهُ وَلِیُّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ۬— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْلِیٰٓـُٔهُمُ الطَّاغُوْتُ یُخْرِجُوْنَهُمْ مِّنَ النُّوْرِ اِلَی الظُّلُمٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠

الله تعالی دوستي کوي له مؤمنانو سره، توفیق ورکوي او مرسته یې کوي، او د کفر او ناپوهۍ له تیارو څخه یې د ایمان او پوهې رڼا ته راوباسي، او هغه کسان چې کفر یې کړی د دوی دوستان باطله معبودان او مجسمې دي، چې دوی ته یې کفر ښایسته کړی دی، پس دوی یې د ایمان او پوهې له رڼا څخه د کفر او نا پوهۍ تیارې ته ویستې دي، همدوی د اور څښتنان دي، دوی به تل پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
258 : 2

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْ حَآجَّ اِبْرٰهٖمَ فِیْ رَبِّهٖۤ اَنْ اٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَ ۘ— اِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّیَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۙ— قَالَ اَنَا اُحْیٖ وَاُمِیْتُ ؕ— قَالَ اِبْرٰهٖمُ فَاِنَّ اللّٰهَ یَاْتِیْ بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَاْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِیْ كَفَرَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ

ای پیغمبره! آیا تا د هغه سرکښ د جرأت څخه زیات حېرانوونکی جرأت لېدلی چې د ابراهیم علیه السلام سره یې د الله تعالی د پالنې او یووالي په اړه جګړه کړې وه، او په تحقیق سره ده دا کار له دې کبله کړی و چې الله تعالی ده ته پاچاهي ورکړې وه نو سرکښه شوی و، او ابراهیم-علیه السلام-ورته دخپل رب صفتونه بیان کړي و په داسې حال کې چې ورته ویې ویل: زما رب هغه ذات دی چې ټول مخلوقات ژوندي کوي او مړه کوي یې، هغه سرکښ د عناد له کبله وویل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کولای شم، پدې طریقه چې قتلوم هغه څوک چې زما خوښه شي اومعافي کوم هغه چا ته چې زما خوښه شې، نو ابراهیم -علیه السلام- ورته یو بل لوی دلیل وړاندې کړ او ورته یې وویل: بېشکه زه چې د چا عبادت کوم هغه خو هغه ذات دی چې لمر له ختیځ څخه راوړي، نو ته یې د لوېدیځ لخوا راوړه، نو نه وو دا سرکښ مګر دا چې حیران او بند شو، او د دلیل د قوت له امله مغلوب شو، او الله تعالی ظالمانو ته توفیق نه ورکوي چې پخپله لار یې روان کړي د دوی د ظلم او سرکښۍ له امله. info
التفاسير:

external-link copy
259 : 2

اَوْ كَالَّذِیْ مَرَّ عَلٰی قَرْیَةٍ وَّهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ۚ— قَالَ اَنّٰی یُحْیٖ هٰذِهِ اللّٰهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ— فَاَمَاتَهُ اللّٰهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهٗ ؕ— قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ؕ— قَالَ لَبِثْتُ یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ ؕ— قَالَ بَلْ لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ اِلٰی طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ یَتَسَنَّهْ ۚ— وَانْظُرْ اِلٰی حِمَارِكَ۫— وَلِنَجْعَلَكَ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَانْظُرْ اِلَی الْعِظَامِ كَیْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوْهَا لَحْمًا ؕ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗ ۙ— قَالَ اَعْلَمُ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او آیا تا لیدلی د هغه چا په شان څوک چې تېر شوی و په یو کلي چې رانړېدلي وو د هغې چتونه او وران شوي وو د هغې دیوالونه، او هلاک شوي وو د هغې اوسیدونکي، پس دغه کلی شړ او د ډار ځای ګرځیدلی و، وویل دغه سړي د حېرانتیا په ډول: څرنګه به الله را ژوندي کړي د دې کلي خلک پس له مرګه؟ نو مړ کړ الله تعالی ده لره سل کاله، او بیا یې راژوندی کړ، او پوښتنه یې ترې وکړه، او ورته یې وفرمایل: څومره زمانه ته مړ وې؟هغه په ځواب کې وویل: یوه ورځ او یا د ورځې یوه برخه، الله تعالی ورته وفرمایل: بلکه تا پوره سل کاله وخت تېر کړی، اوس وګوره هغه خوراک اوڅښاک ته دې چې تا سره وو، هغه دا دی په خپل حال پاتې دي هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی، سره له دې چې خوراک اوڅښاک ډیر زر بدلېږي، او دې مړ خر ته دې وګوره، دا هر څه چې مونږ وکړل د دې لپاره چې وګرځوو مونږ تا لره ښکاره نښه چې دلیل شې په قدرت د الله تعالی په راژوندي کولو د مړو، پس وګوره د خپل خر هډوکو ته چې ټوټه ټوته شوي او یو د بل څخه جدا شوي، چې څرنګه یې مونږ راپورته کوو او ځینی یې د ځینو نورو سره یو ځای کوو، او له دی څخه وروسته بیا غوښې ور اغوندو، او دویم ځل یې ژوندی کوو، هر کله یې چې دا هر څه په سترګو ولیدل اوحقیقت ورته په ډاګه شو، او د الله په قدرت پوه شو، ویې ویل په داسې حال کې چې اعتراف کوونکی و په دې: زه پوه شوم چې بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من أعظم ما يميز أهل الإيمان أنهم على هدى وبصيرة من الله تعالى في كل شؤونهم الدينية والدنيوية، بخلاف أهل الكفر.
د مومنانو لویه ځانګړتیا داده چې دوی په ټولو دیني او دنیوي کارونو کې د الله تعالی لخوا په ښکاره دلیل ولاړ وي په خلاف د کافرو. info

• من أعظم أسباب الطغيان الغرور بالقوة والسلطان حتى يعمى المرء عن حقيقة حاله.
د سرکښۍ د لویو لاملونو څخه په خپل زور او پاچاهۍ دوکه کیدل دي تر دې چې یو کس د خپل حال په حقیقت ړوند شي. info

• مشروعية مناظرة أهل الباطل لبيان الحق، وكشف ضلالهم عن الهدى.
له دې امله د باطل خاوندانو سره مناظره کول جائز او مشروع دي چې حق بیان شي، او د ګمراهۍ او هدایت (سمې لارې) څرګندونه وشي. info

• عظم قدرة الله تعالى؛ فلا يُعْجِزُهُ شيء، ومن ذلك إحياء الموتى.
د الله تعالی د قدرت لویي؛ چې هېڅ شی یې هم نشي نا توانه کولای، او (د هغه د قدرت څخه) د مړو ژوندي کول دي. info