د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
61 : 17

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— قَالَ ءَاَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِیْنًا ۟ۚ

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام او سلام نه سجده د عبادت، نو هغوی ټولو د الله تعالی امر ومانه او ټولو ادم -علیه السلام- ته سجده وکړه، مګر ابلیس لويي او تکبر وکړ د دې نه چې ادم -علیه السلام- ته سجده وکړي او ویې ویل: ایا زه سجده وکړم هغه چا ته چې تا د خټې نه پیدا کړی، او زه تا د اور نه پیداکړی یم؟! نو زه خو د هغه نه ډیر عزتمند یم. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من رحمة الله بالناس عدم إنزاله الآيات التي يطلبها المكذبون حتى لا يعاجلهم بالعقاب إذا كذبوا بها.
په خلکو باندې د الله تعالی د رحمت نه دا دي چې هغه معجزې نه رالیږي کومې چې دروغجنان خلک غواړي هسې نه چې په تلوار سره ورته سزا ورنه کړي کله چې دوی هغه دروغ وګڼي. info

• ابتلى الله العباد بالشيطان الداعي لهم إلى معصية الله بأقواله وأفعاله.
الله تعالی بندګان په شیطان باندې ازمایلي هغه شیطان چې رابلونکی دی د الله تعالی نافرمانۍ ته په خپلو ویناګانو او کارونو سره. info

• من صور مشاركة الشيطان للإنسان في الأموال والأولاد: ترك التسمية عند الطعام والشراب والجماع، وعدم تأديب الأولاد.
د شیطان د انسان سره په مال او بچو کې د شریکوالي د مثالونو نه دا دي: بسم الله نه ویل د خوراک او څښاک او کوروالي په وخت کې، او بچو ته ادب نه ورکول. info