د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
37 : 14

رَبَّنَاۤ اِنِّیْۤ اَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ بِوَادٍ غَیْرِ ذِیْ زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِكَ الْمُحَرَّمِ ۙ— رَبَّنَا لِیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ فَاجْعَلْ اَفْىِٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِیْۤ اِلَیْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَشْكُرُوْنَ ۟

ای زموږ پالونکيه! بېشکه ما مې ځينې اولاد، چې هغوی زما زوی اسماعيل او د هغه زامن دي په يو ناو ( مکه) کې ستا د درانه کور په ګاونډ کې ځای پرځای کړل، چې نه پکې کښت شته او نه اوبه، زما پالونکيه د هغه په ګاونډ کې مې ځای پرځای کړل، تر څو پکښې لمونځ وکړي؛ نو ای زماپالونکيه! د خلکو زړونه داسې وګرځوه چې هغوی ته او دغه ښار ته ور وشي او هغوی ته مېوې په روزۍ ورکړه په دې هيله چې پر هغوی ستا د لورېينې له امله ستا شکر وباسي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• بيان فضيلة مكة التي دعا لها نبي الله إبراهيم عليه الصلاة والسلام.
د هغې مکې د غوراوي بيان چې د الله نبي ابراهيم عليه السلام دعا ورته کړې ده. info

• أن الإنسان مهما ارتفع شأنه في مراتب الطاعة والعبودية ينبغي له أن يخاف على نفسه وذريته من جليل الشرك ودقيقه.
دا چې د پيروۍ او بندګۍ په مرتبو کې د انسان شان هرڅومره لوړ شي د هغه لپاره په کار دي چې پر خپل ځان او خپل اولاد د لوی شرک او پټ شرک څخه وډار شي. info

• دعاء إبراهيم عليه الصلاة والسلام يدل على أن العبد مهما ارتفع شأنه يظل مفتقرًا إلى الله تعالى ومحتاجًا إليه.
د ابراهيم عليه السلام دعا دلالت کوي پردې چې د بنده شان هرڅومره لوړ شي بيا هم الله تعالی ته اړ او هغه ته محتاج دی. info

• من أساليب التربية: الدعاء للأبناء بالصلاح وحسن المعتقد والتوفيق في إقامة شعائر الدين.
د روزنې له لارو څخه: اولادونو ته د سمون، ښې عقيدې او د دين د شعائرو پر ځای کولوکې د توفيق دعا کول دي. info