د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
54 : 12

وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖۤ اَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِیْ ۚ— فَلَمَّا كَلَّمَهٗ قَالَ اِنَّكَ الْیَوْمَ لَدَیْنَا مَكِیْنٌ اَمِیْنٌ ۟

پاچا هغه مهال چې د يوسف بې ګناهي څرګنده شوه او پرې پوه شو خپلو مرستندويانو ته وويل: هغه ماته راولئ، زه يې د ځان لپاره ځانګړی کوم، نو هغوی راوستلو، کله يې چې خبرې ورسره وکړې او هغه ته يې پوهه او هوښيارتيا ښکاره شول، هغه ته يې وويل: پرته له شکه اې يوسفه ته نن زموږ په وړاندې د مرتبې، عزت او باور څښتن وګرځېدې.
info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من أعداء المؤمن: نفسه التي بين جنبيه؛ لذا وجب عليه مراقبتها وتقويم اعوجاجها.
د مؤمن له دښمنانو:هغه نفس دی چې د خپلو دواړو اړخونو ترمنځ يې دی؛ نو د هغه څارنه او د کوږوالي سموالی يې پرې لازم دی. info

• اشتراط العلم والأمانة فيمن يتولى منصبًا يصلح به أمر العامة.
د پوهې او امانت د شتون شرط په هغه چا کې چې په داسې دنده ګومارل کيږي چې د عامه چارو د سمون لپاره وي. info

• بيان أن ما في الآخرة من فضل الله، إنما هو خير وأبقى وأفضل لأهل الإيمان.
د دې خبرې بيان چې په آخرت کې د الله لخوا پېرزوينه د مؤمنانو لپاره خیر، پاتې کېدونکې او غوره ده. info

• جواز طلب الرجل المنصب ومدحه لنفسه إن دعت الحاجة، وكان مريدًا للخير والصلاح.
د يو چا لخوا د دندې د غوښتلو رواوالی او د ځان ستاينه که چېرې اړتيا وي او هغه د خير او سمون غوښتونکی وي. info