د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
30 : 12

وَقَالَ نِسْوَةٌ فِی الْمَدِیْنَةِ امْرَاَتُ الْعَزِیْزِ تُرَاوِدُ فَتٰىهَا عَنْ نَّفْسِهٖ ۚ— قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ؕ— اِنَّا لَنَرٰىهَا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

د هغې خبر په ښار کې خپور شو، يوې ډلې ښځو د انکار په ډول وويل: د عزيز مېرمن خپل مريی ځانته وربولي، بېشکه د هغه مينه يې د زړه پوښ ته رسېدلې ده، بېشکه موږ هغه د يوسف د تېر اېستلو او له هغه سره د مينې له امله چې مريی يې دی په څرګنده لار ورکۍ کې وينو. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• قبح خيانة المحسن في أهله وماله، الأمر الذي ذكره يوسف من جملة أسباب رفض الفاحشة.
له ښېګڼه کوونکي سره د هغه په کورنۍ او شتمنۍ کې د خيانت بدوالی، هغه چاره چې يوسف عليه السلام ياده کړه د ناروا د ردولو د لاملونو له ډلې څخه ده. info

• بيان عصمة الأنبياء وحفظ الله لهم من الوقوع في السوء والفحشاء.
د انبياوو د پاکوالي بيان او هغوی لره د الله ساتنه له بدۍ او ناروا څخه. info

• وجوب دفع الفاحشة والهرب والتخلص منها.
د ناروا د مخ نيوي لازموالی او له هغې څخه تېښته اوځان ژغورل. info

• مشروعية العمل بالقرائن في الأحكام.
په احکامو کې پر قرائنو(نښو) د عمل رواوالی. info