د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
95 : 11

كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ؕ— اَلَا بُعْدًا لِّمَدْیَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُوْدُ ۟۠

ګواکې مخکې پکښې نه وو اوسېدلي، خبر اوسئ د مدين خلک د الله له لورېينې لرې کړل شول پر هغوی د عذاب د راتلو له امله، لکه ثموديان چې ترې لرې کړل شوي وو پرهغوی د قهر د نازلېدو له امله. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• ذمّ الجهلة الذين لا يفقهون عن الأنبياء ما جاؤوا به من الآيات.
د هغو ناپوهانو بدي بيانول چې د انبياوو پر هغو نښو نه پوهيږي چې ورسره راغلي وو. info

• ذمّ وتسفيه من اشتغل بأوامر الناس، وأعرض عن أوامر الله.
د هغه چا بدي او کم عقلي چې د خلکو د امرونو پر ځای کولو بوخت دي او د الله له امرونو يې مخ اړولی دی. info

• بيان دور العشيرة في نصرة الدعوة والدعاة.
د بلنې او بلونکو په مرسته کې د قبيلې د ونډې بيان. info

• طرد المشركين من رحمة الله تعالى.
د الله له لورېينې د مشرکانو شړل. info