د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
2 : 108

فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ۟ؕ

نو پر دغه نعمت د الله شکر وباسه، چې يوازې هغه ته لمونځ او ذبح کوه، پر خلاف د هغه څه چې مشرکان يې خپلو بتانو ته د نېږدې والي لپاره ذبح کوي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أهمية الأمن في الإسلام.
په اسلام کې د امن اهميت. info

• الرياء أحد أمراض القلوب، وهو يبطل العمل.
ځان ښودنه يو د زړه له ناروغيو څخه ده، چې هغه عمل له منځه وړي. info

• مقابلة النعم بالشكر يزيدها.
د نعمت په وړاندې شکر اېستل نعمت زياتوي. info

• كرامة النبي صلى الله عليه وسلم على ربه وحفظه له وتشريفه له في الدنيا والآخرة.
د نبي صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي په وړاندې درناوی، د هغه ساتنه او په دنيا او آخرت کې يې عزت. info