د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
44 : 10

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَظْلِمُ النَّاسَ شَیْـًٔا وَّلٰكِنَّ النَّاسَ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

بېشکه الله پر خپلو بندګانو له ظلم کولو پاک دی، هغه يوه ذره ظلم هم نه پرې کوي، خو هغوی داسې کسان دي چې د تباهۍ ځايونو ته په ورښکته کولو پر خپلو ځانو ظلم کوي، د باطل، لويۍ او ضد په موخه د تعصب له امله. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الإنسان هو الذي يورد نفسه موارد الهلاك، فالله مُنَزَّه عن الظلم.
انسان په خپله ځان د تباهۍ ځايونوته ور ښکته کوي، الله له ظلم څخه پاک دی. info

• مهمة الرسول هي التبليغ للمرسل إليهم، والله يتولى حسابهم وعقابهم بحكمته، فقد يعجله في حياة الرسول أو يؤخره بعد وفاته.
د رسول دنده هغه چاته بلنه ورکول دي چې ور لېږل شوی وي، الله يې په خپل حکمت سره د حساب او سزا څښتن دی، کله د رسول په ژوند کې سزا ورکوي او کله د هغه له مړينې وروسته. info

• النفع والضر بيد الله عز وجل، فلا أحد من الخلق يملك لنفسه أو لغيره ضرًّا ولا نفعًا.
ګټه او زيان د الله عز وجل په لاس کې دي، له مخلوق هيڅوک د ځان يا بل چا لپاره نه د زيان او نه هم د ګټې واک لري. info

• لا ينفع الإيمان صاحبه عند معاينة الموت.
د مرګ د ليدو پر مهال ايمان راوړل خپل څښتن ته ګټه نشي رسولی. info