د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
43 : 10

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّنْظُرُ اِلَیْكَ ؕ— اَفَاَنْتَ تَهْدِی الْعُمْیَ وَلَوْ كَانُوْا لَا یُبْصِرُوْنَ ۟

ای رسوله! له مشرکانو ځينې په سرسري کتلو درته ګوري نه په خپل بصيرت سره، آيا ته هغوکسانو ته د ليدو توان ورکولی شې چا چې خپلې سترګې له لاسه ورکړې وي؟! بېشکه ته دغه نشې کولئ، همدارنګه هغه چاته لارښوونه نشې کولئ چې بصيرت نلري. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الإنسان هو الذي يورد نفسه موارد الهلاك، فالله مُنَزَّه عن الظلم.
انسان په خپله ځان د تباهۍ ځايونوته ور ښکته کوي، الله له ظلم څخه پاک دی. info

• مهمة الرسول هي التبليغ للمرسل إليهم، والله يتولى حسابهم وعقابهم بحكمته، فقد يعجله في حياة الرسول أو يؤخره بعد وفاته.
د رسول دنده هغه چاته بلنه ورکول دي چې ور لېږل شوی وي، الله يې په خپل حکمت سره د حساب او سزا څښتن دی، کله د رسول په ژوند کې سزا ورکوي او کله د هغه له مړينې وروسته. info

• النفع والضر بيد الله عز وجل، فلا أحد من الخلق يملك لنفسه أو لغيره ضرًّا ولا نفعًا.
ګټه او زيان د الله عز وجل په لاس کې دي، له مخلوق هيڅوک د ځان يا بل چا لپاره نه د زيان او نه هم د ګټې واک لري. info

• لا ينفع الإيمان صاحبه عند معاينة الموت.
د مرګ د ليدو پر مهال ايمان راوړل خپل څښتن ته ګټه نشي رسولی. info