ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߊ߬ߓߎ߰-ߗ߭ߞߊ߬ߙߌߦߊ߫ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
5 : 49

وَلَوْ اَنَّهُمْ صَبَرُوْا حَتّٰی تَخْرُجَ اِلَیْهِمْ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

49-5 او كه یقینًا دوى صبر كړى وى، تر دې چې ته دوى ته راوتلى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېره غوره و: او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
6 : 49

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ جَآءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْۤا اَنْ تُصِیْبُوْا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوْا عَلٰی مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ ۟

49-6 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 49

وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ فِیْكُمْ رَسُوْلَ اللّٰهِ ؕ— لَوْ یُطِیْعُكُمْ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنَ الْاَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ حَبَّبَ اِلَیْكُمُ الْاِیْمَانَ وَزَیَّنَهٗ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَكَرَّهَ اِلَیْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوْقَ وَالْعِصْیَانَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الرّٰشِدُوْنَ ۟ۙ

49-7 او تاسو پوه شئ چې یقینًا په تاسو كې د الله رسول موجود دى، كه هغه په ډېرو كارونو كې ستاسو پیروي كړې وى (نو) تاسو به په مشقت كې غورځېدلي وى او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ او تاسو ته يې كفر او فسق او نافرماني كول ناخوښه وګرځول، هم دغه كسان په نېغه لار دي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 49

فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَنِعْمَةً ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟

49-8 د الله له جانبه د فضل او نعمت په وجه او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
9 : 49

وَاِنْ طَآىِٕفَتٰنِ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اقْتَتَلُوْا فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا ۚ— فَاِنْ بَغَتْ اِحْدٰىهُمَا عَلَی الْاُخْرٰی فَقَاتِلُوا الَّتِیْ تَبْغِیْ حَتّٰی تَفِیْٓءَ اِلٰۤی اَمْرِ اللّٰهِ ۚ— فَاِنْ فَآءَتْ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَاَقْسِطُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ ۟

49-9 او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله (روغه) وكړئ، نو كه په دغو دواړو كې یوې په بلې باندې زیاتى (او ظلم) وكړ، نو تاسو له هغې ډلې سره وجنګېږئ، چې زیاتى كوي، تر دې چې هغه د الله حكم ته راوګرځي، نو كه هغه (له ظلم نه) راوګرځېدله، نو تاسو د دواړو په مينځ كې په انصاف سره سوله وكړئ او تاسو انصاف كوئ، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 49

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَ اَخَوَیْكُمْ وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟۠

49-10 بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو دواړو وروڼو په مينځ كې سوله كوئ او له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 49

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنُوْا خَیْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَآءٌ مِّنْ نِّسَآءٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُنَّ خَیْرًا مِّنْهُنَّ ۚ— وَلَا تَلْمِزُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوْا بِالْاَلْقَابِ ؕ— بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوْقُ بَعْدَ الْاِیْمَانِ ۚ— وَمَنْ لَّمْ یَتُبْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

49-11 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي info
التفاسير: