ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߊ߬ߓߎ߰-ߗ߭ߞߊ߬ߙߌߦߊ߫ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
44 : 33

تَحِیَّتُهُمْ یَوْمَ یَلْقَوْنَهٗ سَلٰمٌ ۖۚ— وَّاَعَدَّ لَهُمْ اَجْرًا كَرِیْمًا ۟

33-44 ( د الله له جانبه) دوى ته پېشكشي به، په هغې ورځ كې چې دوى به له هغه (الله) سره ملاقات كوي، سلام وي، او هغه د دوى لپاره ډېر د عزت اجر تیار كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
45 : 33

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ

33-45 اى نبي! بېشكه مونږ ته ګواه، او زېرى وركوونكى، او وېروونكى لېږلى يې info
التفاسير:

external-link copy
46 : 33

وَّدَاعِیًا اِلَی اللّٰهِ بِاِذْنِهٖ وَسِرَاجًا مُّنِیْرًا ۟

33-46 او الله ته د هغه په حكم سره، بلونكى او رڼا كوونكې ډیوه مولېږلى يې info
التفاسير:

external-link copy
47 : 33

وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَضْلًا كَبِیْرًا ۟

33-47 او ته مومنانو ته زېرى وركړه په دې سره چې بېشكه د دوى لپاره د الله له جانبه ډېر لوى فضل دى info
التفاسير:

external-link copy
48 : 33

وَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَدَعْ اَذٰىهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟

33-48 او ته د كافرانو او منافقانو خبره مه منه او د دوى ضرر پرېږده او په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كارساز info
التفاسير:

external-link copy
49 : 33

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَیْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّوْنَهَا ۚ— فَمَتِّعُوْهُنَّ وَسَرِّحُوْهُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا ۟

33-49 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له مومنو ښځو سره نكاح وكړئ، بیا دوى طلاقې كړئ، مخكې له دې چې تاسو هغو ته لاس وروړئ، نو تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ عدت نشته، چې تاسو به هغه شمېرئ، نوتاسو دوى ته څه فايده وركړئ او دوى خوشې كړئ، ډېر ښه خوشې كول info
التفاسير:

external-link copy
50 : 33

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِنَّاۤ اَحْلَلْنَا لَكَ اَزْوَاجَكَ الّٰتِیْۤ اٰتَیْتَ اُجُوْرَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ یَمِیْنُكَ مِمَّاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلَیْكَ وَبَنٰتِ عَمِّكَ وَبَنٰتِ عَمّٰتِكَ وَبَنٰتِ خَالِكَ وَبَنٰتِ خٰلٰتِكَ الّٰتِیْ هَاجَرْنَ مَعَكَ ؗ— وَامْرَاَةً مُّؤْمِنَةً اِنْ وَّهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِیِّ اِنْ اَرَادَ النَّبِیُّ اَنْ یَّسْتَنْكِحَهَا ۗ— خَالِصَةً لَّكَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَیْهِمْ فِیْۤ اَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ لِكَیْلَا یَكُوْنَ عَلَیْكَ حَرَجٌ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

33-50 اى نبي! بېشكه مونږ تا لپاره ستا هغه ښځې حلالې كړې دي چې تا(هغو ته) خپل مهرونه وركړي دي او هغه ښځې (هم) چې ته يې مالك شوى يې له هغو (وینځو) نه چې الله تا ته (له كفارو نه) راګرځولي دي او (مونږ حلالې كړې دي) ستا د تره لوڼه او ستا د عمو (پلرنۍ تروریانو) لوڼه او ستا د ماما لوڼه او ستا د خاله ګانو (مورنۍ تروريانو) لوڼه، هغه چې له تا سره يې هجرت كړى دى، او (هغه) مومنه ښځه (هم)، كه چېرې هغه خپل ځان نبي ته وبخښي، كه نبي اراده وكړي چې دغه په نكاح واخلي، په داسې حال كې چې (دغه ښځه) له مومنانو نه غیر يواځې تا ته خاص (جايزه ) ده، یقینًا مونږ ته هغه (حكم) معلوم دى چې مونږ په دوى باندې د خپلو ښځو او خپلو وینځو په باره كې فرض كړى دى، د دې لپاره چې په تا هېڅ حرج (او سختي) نه وي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى info
التفاسير: