ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߊ߬ߓߎ߰-ߗ߭ߞߊ߬ߙߌߦߊ߫ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
75 : 23

وَلَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

23-75 او كه مونږ په دوى مهرباني كړې وى او هغه تكلیف مو لرې كړى وى چې په دوى دى (، نو) خامخا به دوى په خپله سركشۍ كې راټینګ شوي وو، په دې حال كې چې سرګردان به وو info
التفاسير:

external-link copy
76 : 23

وَلَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَمَا یَتَضَرَّعُوْنَ ۟

23-76 او یقینًا یقینًا مونږ دوى په عذاب سره ونیول، نو (بیا هم) دوى نه خپل رب ته غاړه كېښوده او نه يې تضرع او زاري وكړه info
التفاسير:

external-link copy
77 : 23

حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟۠

23-77 تر دې چې كله مونږ په دوى باندې د ډېر سخت عذاب والا دروازه پرانستله ناڅاپه دوى په هغه كې نا امېده وو info
التفاسير:

external-link copy
78 : 23

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

23-78 او دغه (الله) هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، تاسو ډېر لږ شكر وباسئ info
التفاسير:

external-link copy
79 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

23-79 او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ info
التفاسير:

external-link copy
80 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

23-80 او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ! info
التفاسير:

external-link copy
81 : 23

بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ ۟

23-81 بلكې وايي دوى په شان د هغې وینا چې پخوانیو (كافرو) ویلې وه info
التفاسير:

external-link copy
82 : 23

قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟

23-82 هغوى ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، ایا مونږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو info
التفاسير:

external-link copy
83 : 23

لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

23-83 (بلكې نه كېږو ځكه چې) یقینًا یقینًا مونږ ته او زمونږ پلرونو ته دا وعده له دې نه مخكې (هم) راكړى شوې وه، نه دي دا خبرې مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي info
التفاسير:

external-link copy
84 : 23

قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

23-84 ته (دوى ته) ووایه: دا ځمكه او څوك چې په دې كې دي، د چا دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
85 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

23-85 دوى به یقینًا ووايي: خاص د الله لپاره دي، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ! info
التفاسير:

external-link copy
86 : 23

قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

23-86 ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
87 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

23-87 دوى به ضرور ووايي: د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: ایا نو تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
88 : 23

قُلْ مَنْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ یُجِیْرُ وَلَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

23-88 ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
89 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ ۟

23-89 خامخا به دوى ووايي: خاص د الله لپاره دي. ته (ورته) ووایه: نو څنګه په تاسو جادو كولى شي؟ info
التفاسير: