ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
43 : 23

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ

هیڅ قوم نه له خپلې ټاکلې نیټې وړاندې مري او نه ترې وروسته کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟

له دی وروسته مونږ په مسلسل ډول خپل استازي ولیږل. هر امت ته به چې پیغمبر ورغې نو درواغجن به يې وباله. نو مونږ هم هغوی یو په بل پسې له مینځه یوړل. چې بالاخره هغوی تشې کیسې شوې. نو لری او بي برخې دې وي هغه خلک چې ایمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

بیا مو خپل رسولان، موسی او د هغه ورور هارون له خپلو نښانو او ښکاره دلایلو سره ولیږل. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 23

اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ

چې فرعون او د هغه واکمني ډلې ته ورشي. خو هغوی لوي يې وکړه او لويې يې پخوانی عادت ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 23

فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ

نو ویي ویل: ایا مونږ د داسې دوه سړیو خبره ومنو چې زمونږ په شان انسانان او دهغوی قوم زمونږ غلامان دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 23

فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟

دواړه پیغمبران يې درواغجن وګڼل نو ځکه ټول له مخې هلاک شول. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 23

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

او مونږ موسی ته کتاب ورکړی ؤ تر څو پرې هغوی لار ومومي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 23

وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠

او د مریمی ځوی او د هغه مور مو یوه نښانه ګرځولي او دواړو ته مې په هغه هسکه مینه کې ځای ورکړی وو. چې د ډاډ ځای او د پاکو او صافو اوبو چینې پکې روانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 23

یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ

ای پیغمبرانو! پاک څیزونه وخورئ او نیک کارونه وکړئ زه ستاسو له ټولو کړنو ډیر ښه خبر یم. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 23

وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟

او ستاسې ټولو دین، یو او زه مو رب یم نو له ما نه وډار شئ. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 23

فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟

خو له هغوی نه وروسته خلکو خپل کار په خپله ټوټه، ټوټه کړ. او هر ه ډله په همغه څه خوښه ده چې ورسره دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 23

فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟

نو ای محمده! دوی پریږده چې تر ټاکلې نیټې په خپل غفلت کې ډوب وي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 23

اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ

ایا د دوی ګومان دی چې مونږ ورسره د مال او اولاد لورینه کړې. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 23

نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟

ګنې مونږ ورته د ښیګڼو مخه ژر کړې ؟ نه : بلکې هغوی نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 23

اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ

بې له شکه هغه کسان چې د خپل رب له ډار نه په لړ زان دي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

او هغوی چې د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

او هغوی چې له خپل رب سره هیڅ شې نه برابر وي. info
التفاسير: