ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
99 : 20

كَذٰلِكَ نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ— وَقَدْ اٰتَیْنٰكَ مِنْ لَّدُنَّا ذِكْرًا ۟ۖۚ

ای محمده!په دې توګه مونږ تاته پخواني حالات بیانوو.او مونږ له خپلې لورې تاته پند درکړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 20

مَنْ اَعْرَضَ عَنْهُ فَاِنَّهٗ یَحْمِلُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وِزْرًا ۟ۙ

هر څوک چې ترې مخ واړوي نو هغه به د قیامت په ورځ د ګناه دروند پنډ پورته کړي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 20

خٰلِدِیْنَ فِیْهِ ؕ— وَسَآءَ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ حِمْلًا ۟ۙ

هو!ْ ډير بد پیټی دی چې د قیامت په ورځ به يې پورته کړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 20

یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ زُرْقًا ۟

په هغه ورځ چې په شپیلۍ کې پوکی وکړای شي نو مونږ به په دې ورځ په داسې حال کې مجرمان راولو چې سترګې به يې شنې ختلې وي. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 20

یَّتَخَافَتُوْنَ بَیْنَهُمْ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا عَشْرًا ۟

په خپلو مینځونو کې به په پټه سره وایې چې: په دنیا کې به مو ایله لس ورځې تیرې کړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 20

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ اِذْ یَقُوْلُ اَمْثَلُهُمْ طَرِیْقَةً اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا یَوْمًا ۟۠

مونږ ښه پوهیږو چې هغوی به څه وايې؟ کله يې چې تر ټولو هوښیار او عقلمن ووايې: نه: په دنیا کې مو یکې یوه ورځ تیره کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 20

وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ یَنْسِفُهَا رَبِّیْ نَسْفًا ۟ۙ

او مشرکان در څخه پوښتنه کوي چې په هغه ورځ به دا لوی غرونه څه کیږي؟ووایه چې زما رب به يي خواره واره کړي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 20

فَیَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا ۟ۙ

او ځمکه به یو لوي خالي هوار میدان پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 20

لَّا تَرٰی فِیْهَا عِوَجًا وَّلَاۤ اَمْتًا ۟ؕ

چې نه به درته پکې کوږوالی ښکاري او نه لوړوالی او ټیټوالی. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 20

یَوْمَىِٕذٍ یَّتَّبِعُوْنَ الدَّاعِیَ لَا عِوَجَ لَهٗ ۚ— وَخَشَعَتِ الْاَصْوَاتُ لِلرَّحْمٰنِ فَلَا تَسْمَعُ اِلَّا هَمْسًا ۟

په هغه ورځ به ټول په یوه لیکه د بلونکي په لور روان.او د رحمان له ډاره به ټول غږونه بند او چپه چوپتیا به وي چې پرته د پښو له کښار څخه به بل څه نه اوریدل کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 20

یَوْمَىِٕذٍ لَّا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَرَضِیَ لَهٗ قَوْلًا ۟

په هغه ورځ سپارښت هیڅ ګټه نه لري.خو یوازې هغه چاته به یي ګټه وي چې رحمان اجازه ورکړې او خبره یي ومني. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 20

یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا یُحِیْطُوْنَ بِهٖ عِلْمًا ۟

الله ته د خلکو وړاندې او وروسته ټول معلوم دي خو د هغوی په علم کې د الله پاک ذات نشي راتلای. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 20

وَعَنَتِ الْوُجُوْهُ لِلْحَیِّ الْقَیُّوْمِ ؕ— وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا ۟

هلته به ټول مخونه د تل ژوندي او د کائناتو د چلوونکي ذات په وړاندې ټيټ او خوار شي.او همغه به زیانمن وي چې د ظلم پیټۍ یې بار کړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 20

وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا یَخٰفُ ظُلْمًا وَّلَا هَضْمًا ۟

او هر څوک چې نیک کارونه وکړي.او ایمان ورسره وي.له تیرې او حق خوړلو څخه دې نه ډاریږي. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 20

وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا وَّصَرَّفْنَا فِیْهِ مِنَ الْوَعِیْدِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ اَوْ یُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا ۟

او ای محمده!مونږ تاته په عربې ژبه قران نازل کړی دی او په دې کې مو د ډارونې هر ډول خبرې بیان کړي دي کیدای شي چې هغوی وډار شي. او د پند او عبرت اخیستلو ولوله راپورته کړي. info
التفاسير: