ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

external-link copy
36 : 13

وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمِنَ الْاَحْزَابِ مَنْ یُّنْكِرُ بَعْضَهٗ ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ وَلَاۤ اُشْرِكَ بِهٖ ؕ— اِلَیْهِ اَدْعُوْا وَاِلَیْهِ مَاٰبِ ۟

او ای محمده! کومو کسانو ته چې ما پخوا کتاب ورکړی دی په هغه څه هم خوښیږي چې تا ته نازل کړای شوي دي خو په مختلفو ډلو کې داسې خلک هم شته چې ستا د کتاب ځینې برخې نه مني. هغوی ته ډانګ پیلي ووایه چې ماته یوازې د یو الله د بندګۍ کولو امر شوی دی او له دې منع شوی یم چې له هغه سره بل څوک شریک کړم. نو ځکه یوازې د هغه په لور بلنه کوم او یوازې هغه ته زما بیرته ورتګ دی. info
التفاسير: