ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
17 : 79

اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ؗۖ

چې: فرعون ته ورشه هغه سركښي كړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 79

فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ

بيا ورته ووايه چې آيا ته چمتو يې چې پاك شې. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 79

وَاَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی ۟ۚ

او چې د خپل پالونکي په خوا لارښوونه درته وكړم چې ته ووېرېږې؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 79

فَاَرٰىهُ الْاٰیَةَ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ

نو بيا موسى (علیه السلام) هغه ته ستره نښانه وښوده. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 79

فَكَذَّبَ وَعَصٰی ۟ؗۖ

خو درواغجن يې وګڼلو او د هغه خبره يې ونه منله. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 79

ثُمَّ اَدْبَرَ یَسْعٰی ۟ؗۖ

بيا يې شا كړه، منډه يې كوله. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 79

فَحَشَرَ ۫— فَنَادٰی ۟ؗۖ

نو خلك يې راټول كړل او غږ يې وكړ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 79

فَقَالَ اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰی ۟ؗۖ

وېلې: همدا زه مو ترټولو اوچت رب يم! info
التفاسير:

external-link copy
25 : 79

فَاَخَذَهُ اللّٰهُ نَكَالَ الْاٰخِرَةِ وَالْاُوْلٰی ۟ؕ

نو ونیوه ده لره الله تعالی په سزا د آخرت او د دنیا سره. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 79

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ؕ۠

بېشكه په دې كې هغه چاته هرومرو يو درس دى چې وېريږي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 79

ءَاَنْتُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمِ السَّمَآءُ ؕ— بَنٰىهَا ۟۫

آيا ستاسې پيدا كول سخت دي، كه د آسمان؟ چې هغه يې جوړ كړى دی. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 79

رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوّٰىهَا ۟ۙ

د هغه چت يې هسك او بيا يې سم برابر كړى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 79

وَاَغْطَشَ لَیْلَهَا وَاَخْرَجَ ضُحٰىهَا ۪۟

او تیاره کړې یې ده شپه د هغه او ښکاره کړی یې دی د څاښت وخت. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 79

وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَا ۟ؕ

او له هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 79

اَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا ۪۟

د هغې اوبه او شينکي يې ترې را واېستل. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 79

وَالْجِبَالَ اَرْسٰىهَا ۟ۙ

او غرونه يې پكې ښخ ودرول. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 79

مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ

ستاسو او ستاسو د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 79

فَاِذَا جَآءَتِ الطَّآمَّةُ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ

نو كله چې هغه لوى افت راشي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 79

یَوْمَ یَتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ مَا سَعٰی ۟ۙ

هغه ورځ چې انسان ته خپل كړي عملونه ورياد شي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 79

وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِمَنْ یَّرٰی ۟

او دوزخ به هر هغه چا ته څرګند كړى شى چې ويني يې. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 79

فَاَمَّا مَنْ طَغٰی ۟ۙ

بيا نو چا چې سركښي كړې وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 79

وَاٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۙ

او دنيوي ژوند يې غوره ګڼلى وي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 79

فَاِنَّ الْجَحِیْمَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ

په رېښتيا همدا دوزخ به يې استوګنځى وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 79

وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰی ۟ۙ

او څوك چې د خپل پالونکي په مخكې له درېدو ډار شوى او ځان يې له هوسونو ساتلى وي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 79

فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ

نو بېشكه جنت يې استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 79

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ۟ؕ

هغوى د قيامت په هكله تا پوښتي چې كله به رامنځته كيږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 79

فِیْمَ اَنْتَ مِنْ ذِكْرٰىهَا ۟ؕ

په څه کې یې ته د یاداښت د هغې نه. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 79

اِلٰی رَبِّكَ مُنْتَهٰىهَا ۟ؕ

د هغه وروستۍ (پوهه) ستا د رب لوري ته ده. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 79

اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَّخْشٰىهَا ۟ؕ

ته خو يوازې د هغه چا خبروونكى يې چې ترې ډاريږي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 79

كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَهَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحٰىهَا ۟۠

كله چې هغوى يې وويني نو له يو ماښام يا يو سهار پرته چې نه وي ځنډېدلي. info
التفاسير: