ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
19 : 74

فَقُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ

نو تباه دې شي، څرنګه اندازه یي ولګوله. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 74

ثُمَّ قُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ

بيا دې تباه شي، څنګه خبره يې جوړه كړه. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 74

ثُمَّ نَظَرَ ۟ۙ

بيايې وكتل. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 74

ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ۟ۙ

بيا یې تندی تريو کړ او ښه یې تریو کړ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 74

ثُمَّ اَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ۟ۙ

بیا يې شا واړوله او كبر يې وكړ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 74

فَقَالَ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ یُّؤْثَرُ ۟ۙ

نو ويې ويل: دا له هغو كوډو پرته بل څه نه دي چې له پخوا نه راروانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 74

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ۟ؕ

دا د بشر له وينا پرته بل څه نه دي! info
التفاسير:

external-link copy
26 : 74

سَاُصْلِیْهِ سَقَرَ ۟

(الله فرمايي) ژر به يې دوزخ ته ننباسم. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 74

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سَقَرُ ۟ؕ

او ته څه پوهېږې چې سقر څه دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 74

لَا تُبْقِیْ وَلَا تَذَرُ ۟ۚ

هغه يې نه پاتې کوي او نه يې خوشې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 74

لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِ ۟ۚ

د پوستكي سوځوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 74

عَلَیْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ۟ؕ

پر هغه نولس (پرېښتې) ټاكل شوې دي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 74

وَمَا جَعَلْنَاۤ اَصْحٰبَ النَّارِ اِلَّا مَلٰٓىِٕكَةً ۪— وَّمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ اِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۙ— لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَیَزْدَادَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِیْمَانًا وَّلَا یَرْتَابَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ۙ— وَلِیَقُوْلَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْكٰفِرُوْنَ مَاذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَا یَعْلَمُ جُنُوْدَ رَبِّكَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَمَا هِیَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْبَشَرِ ۟۠

او موږ د دوزخ دا څوكيداران پرته له پرېښتو بل څوك نه دي ګومارلي او د هغو شمېر مو هم يوازې د كافرانو لپاره ازمویښت ګرځولى، تر څو اهل كتاب يقين وكړي او د مومنانو ايمان زيات شي او اهل كتاب او مومنان څه شک ونه كړي او د دې لپاره چې په زړه ناروغان او كافران ووايي چې الله په دې بيان سره څه غوښتي دي؟ په همدې ډول چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چا ته چې وغواړي هدايت ورته كوي او ستا د رب لښكرې له هغه پرته بل چا ته نه دي معلومې او هغه (دوزخ) بل څه نه دى مګر د بشر لپاره يو نصيحت. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 74

كَلَّا وَالْقَمَرِ ۟ۙ

هيڅكله نه، قسم دى په سپوږمۍ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 74

وَالَّیْلِ اِذْ اَدْبَرَ ۟ۙ

او په شپه چې بېرته وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 74

وَالصُّبْحِ اِذَاۤ اَسْفَرَ ۟ۙ

او په سهار چې رڼا شي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 74

اِنَّهَا لَاِحْدَی الْكُبَرِ ۟ۙ

چې په رېښتيا هغه (دوزخ) له سترو شيانو څخه يو دى. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 74

نَذِیْرًا لِّلْبَشَرِ ۟ۙ

د انسانانو لپاره وېروونكى دی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 74

لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّتَقَدَّمَ اَوْ یَتَاَخَّرَ ۟ؕ

له تاسي څخه د هغه چا لپاره چې پرمختګ غواړي يا وروسته كېدل. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 74

كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌ ۟ۙ

هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی، يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 74

اِلَّاۤ اَصْحٰبَ الْیَمِیْنِ ۟ؕۛ

پرته له ښي لاس والا و. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 74

فِیْ جَنّٰتٍ ۛ۫— یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۙ

چې جنتو كې به سره پوښتي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 74

عَنِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ

د مجرمانو په باره کې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 74

مَا سَلَكَكُمْ فِیْ سَقَرَ ۟

چې دوزخ ته څه شي بوتلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 74

قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ

هغوى به وايي: موږ خو له لمونځ كوونكو څخه نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 74

وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِیْنَ ۟ۙ

او نه مو مسكين ته خواړه وركول. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 74

وَكُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىِٕضِیْنَ ۟ۙ

او غلطو بحث كوونكو سره يوځاى موږ هم بحثونه كول. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 74

وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ۙ

او د جزا ورځ مو درواغ ګڼله. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 74

حَتّٰۤی اَتٰىنَا الْیَقِیْنُ ۟ؕ

تر دې چې همغه يقيني شى [مرګ] راته راغى. info
التفاسير: