ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

external-link copy
143 : 7

وَلَمَّا جَآءَ مُوْسٰی لِمِیْقَاتِنَا وَكَلَّمَهٗ رَبُّهٗ ۙ— قَالَ رَبِّ اَرِنِیْۤ اَنْظُرْ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ لَنْ تَرٰىنِیْ وَلٰكِنِ انْظُرْ اِلَی الْجَبَلِ فَاِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهٗ فَسَوْفَ تَرٰىنِیْ ۚ— فَلَمَّا تَجَلّٰی رَبُّهٗ لِلْجَبَلِ جَعَلَهٗ دَكًّا وَّخَرَّ مُوْسٰی صَعِقًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَاقَ قَالَ سُبْحٰنَكَ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او كله چې موسى -علیه السلام- زموږ ټاكلې مودې ته راغى (د طور غره ته) او رب يې خبرې ورسره وكړې، ويلې زما ربه! ځان راوښايه چې ودې ګورم، ويې فرمايل: ته ما نه شې ليدلاى، خو دې غره ته وګوره كه هغه پر خپل ځاى (ولاړ) پاتې شو نو ته به مې هم ووينې. نو كله چې رب يې غره ته وړانګې وغورځولې نو هغه يې ذرى ذرې كړ او موسی -علیه السلام- بې هوښه پريوت، كله چې په هوښ شو ويلې: ته پاك يې، تاته مې توبه ده او زه تر ټولو مخكې ايمان راوړونكى يم. info
التفاسير: