ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
17 : 59

فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَاۤ اَنَّهُمَا فِی النَّارِ خَالِدَیْنِ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

نو د دواړو پایله داسې شوه چې هغوى به په اور كې وي، تل به پكې اوسېدونكي وي او همدا د ظالمانو جزا ده. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 59

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی له الله څخه ووېرېږئ او هر كس دې وګوري چې د سبا لپاره يې څه وړاندې لېږلي؟ او له الله څخه وېره كوئ، بېشكه الله خو ستاسي په كړنو ښه خبر دى. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 59

وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ نَسُوا اللّٰهَ فَاَنْسٰىهُمْ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟

او د هغو خلكو غوندې مه كېږئ چې الله يې هېر كړ نو هغه (الله) بيا د هغوى خپل ځانونه ترې هېر كړل، دغه خلك فاسقان دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 59

لَا یَسْتَوِیْۤ اَصْحٰبُ النَّارِ وَاَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ؕ— اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟

دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي (خلك) دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 59

لَوْ اَنْزَلْنَا هٰذَا الْقُرْاٰنَ عَلٰی جَبَلٍ لَّرَاَیْتَهٗ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ ؕ— وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟

كه موږ دا قرآن پر يو غره رانازل كړى واى، نو هرومرو به دې هغه د الله له ډاره وېرېدونكى ټوټه ټوټه كېدونكى ليدلى واى. او دا بېلګې د خلكو لپاره ځكه بيانوو چې ښايي هغوى فكر وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 59

هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ ۚ— هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ ۟

الله همغه دى چې له هغه پرته بل حقدار د بندګۍ نشته، په پټو او ښكاره وو عالم دى، همغه ډېر مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 59

هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— اَلْمَلِكُ الْقُدُّوْسُ السَّلٰمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَیْمِنُ الْعَزِیْزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

هغه الله دى چې پرته له هغه بل حقدار د بندګۍ نشته، پاچا، ډېر سپېڅلى، له ټولو نيمګړتياوو پاك، امن وركوونكى، ساتونكى، برلاسى، زورور او د لويي څښتن دى. له هغو خبرو الله لره پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 59

هُوَ اللّٰهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ؕ— یُسَبِّحُ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

همغه الله دى چې پيداکوونکی، رامنځته کوونکی، شکل وركوونكى دى، هغه لره ښایسته نومونه دي، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) د هغه پاكي وايي او همغه برلاسى حكمتونو والا دى. info
التفاسير: