ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
21 : 46

وَاذْكُرْ اَخَا عَادٍ اِذْ اَنْذَرَ قَوْمَهٗ بِالْاَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖۤ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

او یاد کړه ورور د عاديانو، کله يې چې په احقاف (سیمه) کې خپل قوم ووېرولو او په رېښتيا له ده مخكې او وروسته (ډېر) وېروونكي تېر شوي وو (په دې خبره) چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسې د يوې (سختې) لويې ورځې له عذابه وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 46

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَاْفِكَنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

هغوى ويل: آيا د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له خپلو معبودانو مو واړوې؟ نو كه ته رښتينى يې هغه عذاب راته راوله چې ویروې ته موږ لره په هغې سره. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 46

قَالَ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ؗ— وَاُبَلِّغُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟

هغه وويل چې د دې علم خو له الله سره دى، زه صرف هغه پيغام تاسي ته رسوم چې زه له هغه سره لېږل شوى يم، خو زه ګورم چې تاسي ناپوهي كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 46

فَلَمَّا رَاَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ اَوْدِیَتِهِمْ ۙ— قَالُوْا هٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ؕ— بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهٖ ؕ— رِیْحٌ فِیْهَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۙ

نو بيا يې چې هغه عذاب د ورېځې په بڼه د هغوى ناو ته راروان وليد، وېلې: دا ورېځ پر موږ باران اوروي، (نه) په اصل كې دا هغه عذاب دى چې تاسي بېړه پرې كوله! يوه سيلۍ ده چې دردوونکی عذاب دی پکې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 46

تُدَمِّرُ كُلَّ شَیْ بِاَمْرِ رَبِّهَا فَاَصْبَحُوْا لَا یُرٰۤی اِلَّا مَسٰكِنُهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

چې د خپل پالونکي په امر هر څه تباه كوي، نو په پای کې داسې شول چې له (ورانو) كورو پرته يې بل څه نه ليدل كېدل، موږ ګناهکارو خلكو ته همدغسې سزا وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 46

وَلَقَدْ مَكَّنّٰهُمْ فِیْمَاۤ اِنْ مَّكَّنّٰكُمْ فِیْهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَّاَبْصَارًا وَّاَفْـِٕدَةً ۖؗ— فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُهُمْ وَلَاۤ اَفْـِٕدَتُهُمْ مِّنْ شَیْءٍ اِذْ كَانُوْا یَجْحَدُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

او په رېښتيا هغوى ته مو ځواک وركړى و په هغه څېزونو کې چې تاسو ته مو نه دى دركړى او هغوى ته مو غوږونه، سترګې او زړونه هم وركړي وو، خو نه يې غوږونو څه ترې ايسار كړل، نه يې سترګو او نه يې زړونو ځكه چې هغوى د الله له ايتونو نټه کوله او هغه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې هغوى به ملنډې پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 46

وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِّنَ الْقُرٰی وَصَرَّفْنَا الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او بېشكه ستاسي شاوخوا مو ډېر كلي تباه كړل او په راز راز مو (د خپل قدرت) نښانې بيان كړې تر څو هغوى راوګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 46

فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ قُرْبَانًا اٰلِهَةً ؕ— بَلْ ضَلُّوْا عَنْهُمْ ۚ— وَذٰلِكَ اِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

نو هغوى چې (الله ته) د نږدېوالي لپاره له الله پرته كوم معبودان نيولي وو، ولې يې د هغوى مرسته ونه كړه؟ بلكې بيخې ترې ورك شول. او دا يې (بالكل) درواغ او هغه تور و چې له ځانه يې جوړولو. info
التفاسير: