ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
14 : 45

قُلْ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَغْفِرُوْا لِلَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ اَیَّامَ اللّٰهِ لِیَجْزِیَ قَوْمًا بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

مومنانو ته ووايه: هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د (سختو) ورځو هيله نه لري، تر څو (الله) همغو خلكو ته د خپلو لاسته راوړنو بدله وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 45

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا ؗ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟

چا چې ښه عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې وكړ او چا چې بدي وكړه نو (هم) پر هغه ده، بيا به (ټول) خپل رب ته ورګرځول كيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 45

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَفَضَّلْنٰهُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

او بېشكه موږ بني اسرائيلو ته كتاب، پوهه د دین او نبوت وركړى و، هغوى ته مو له پاكيزه شيانو روزي وركړې وه او پر نړيوالو مو غوره كړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 45

وَاٰتَیْنٰهُمْ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الْاَمْرِ ۚ— فَمَا اخْتَلَفُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ ۙ— بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

او هغوى ته مو د دين ښكاره دليلونه وركړي وو، خو بيا هغوى يوازې له هغه وروسته د خپل منځي ضد له امله سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، يقيناً ستا رب به د قيامت په ورځ د هغوى تر منځ هغه څه ورفيصله كړي چې پكې يې اختلاف كولو. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 45

ثُمَّ جَعَلْنٰكَ عَلٰی شَرِیْعَةٍ مِّنَ الْاَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

بيا مو ته د دين په (څرګنده) لار ودرولې نو د همغى پيروي كوه او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 45

اِنَّهُمْ لَنْ یُّغْنُوْا عَنْكَ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ۚ— وَاللّٰهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟

هغوى به له تا نه د الله هيڅ شى ايسار نكړي او ظالمان په رېښتيا يو د بل ملګري دي او الله د متقيانو ملګرى دى. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 45

هٰذَا بَصَآىِٕرُ لِلنَّاسِ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟

دا د (ټولو) خلكو لپاره د پوهې درسونه دي او څوك چې يقين كوي د هغو لپاره هدايت او رحمت دى. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 45

اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ اجْتَرَحُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— سَوَآءً مَّحْیَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟۠

آيا چا چې بدۍ كړې دي هغوى دا ګومان كوي چې موږ به يې هغسې كړو لكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي؟ (او) د هغوى ژوند او مرګ به سره يو شان وي؟ بده پرېكړه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 45

وَخَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او الله آسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړي دي او د دې لپاره هم چې هر كس ته د خپلو كړو وړو بدله وركړی شي او ظلم به نه پرې كيږي. info
التفاسير: