ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
24 : 29

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا اقْتُلُوْهُ اَوْ حَرِّقُوْهُ فَاَنْجٰىهُ اللّٰهُ مِنَ النَّارِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

خو د هغه (ابراهيم) د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: ويې وژنئ يا يې وسوځوئ! چې بيا الله هغه له اوره بچ كړ، بې شكه په دې كې نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې باور كوي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 29

وَقَالَ اِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا ۙ— مَّوَدَّةَ بَیْنِكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَّیَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا ؗ— وَّمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟ۗۖ

او هغه وويل: تاسي چې له الله پرته څه نيولي هغه خو ايله بتان دي چې دنيوي ژوند كې مو خپل ترمنځ د مينې وسيله ګرځولې، خو وروسته به د قيامت په ورځ يو بل څخه انكار او ځينې به مو پر ځينو لعنت كوي او هستوګنځى به مو اور او هيڅوك مرستندويان به مو نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 29

فَاٰمَنَ لَهٗ لُوْطٌ ۘ— وَقَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلٰی رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

نو لوط علیه السلام پر هغه ایمان راوړ، او (ابراهيم) وويل: زه د خپل رب لوري ته هجرت كوم، بې شكه همغه حكمت والا برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 29

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ وَاٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او موږ هغه ته اسحاق او يعقوب (زامن) وروبخښل او د هغوى په خېلخانه كې مو نبوت او كتاب كېښودل او د هغه بدله مو په دنيا كې هم وركړه او په آخرت كې به هغه له صالحانو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 29

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ ؗ— مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او لیږلی و موږ لوط [پیغمبر] كله یې چې خپل قوم ته وويل: تاسي يو داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له نړيوالو نه يو هم پر تاسي نه دى مخكې شوى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 29

اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُوْنَ السَّبِیْلَ ۙ۬— وَتَاْتُوْنَ فِیْ نَادِیْكُمُ الْمُنْكَرَ ؕ— فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

اّيا تاسي سړيو ته (په شهوت) ورځئ او لاره شوكوئ او په خپلو مجلسونو كې ناكاره كارونه كوئ؟ خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چې ويل يې: د الله عذاب راولیږه كه ته رښتينى يې. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 29

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ عَلَی الْقَوْمِ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠

وېلې: زما ربه د مفسدو خلكو پر خلاف زما مرسته وكړې. info
التفاسير: