ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
112 : 26

قَالَ وَمَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

نوح وويل: او زه څه پوهه لرم په هغه څه چې هغوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 26

اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَ ۟ۚ

د هغوى حساب زما له ربه پرته په بل چا نه دى كه تاسو پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 26

وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

او زه د دې مومنانو شړونكى هم نه يم. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 26

اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ

زه له يو څرګند وېروونكي پرته بل څه نه يم. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَ ۟ؕ

هغوى وويل: ای نوحه! كه ته له دې (خبرو) منع نه شوې نو خامخا به له ويشتل شويو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 26

قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِ ۟ۚۖ

هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 26

فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَبَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّنَجِّنِیْ وَمَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

نو ته زما او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 26

فَاَنْجَیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۚ

نو موږ هغه او څوك چې ورسره وو په يوه ډكه بېړۍ كې وژغورل. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 26

ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَ ۟ؕ

بيا وروسته مو هغه پاتې كسان غرق كړل. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 26

كَذَّبَتْ عَادُ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

عاديانو رسولان درواغجن وګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله چې وویل دوی ته ورور د دوی هود، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه). info
التفاسير:

external-link copy
125 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 26

اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ ۟ۙ

آيا تاسي په هره لوړه يوه نښه جوړوئ (او) چټيات كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 26

وَتَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَ ۟ۚ

او (داسې) پخې كلاګانې جوړوئ لكه چې تل به ياست. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 26

وَاِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَ ۟ۚ

او چاته چې لاس اچوئ نو په سختۍ (او ظلم) سره يې اچوئ. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۚ

او له هغه ذاته ووېرېږئ چې په هغه څه يې ستاسو مرسته كړې، كوم چې درته معلوم دي. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 26

اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۚۙ

په څارويو او زامنو يې ستاسو مرسته كړې. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 26

وَجَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚ

او په باغونو او چينو سره. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 26

اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ؕ

زه په رېښتيا پر تاسو د سترې ورځې له عذابه وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 26

قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَعَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَ ۟ۙ

هغوى وويل: موږ ته برابره ده كه نصيحت كوې، يا (هيڅ) نصيحت كوونكى نه اوسې. info
التفاسير: