ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
91 : 21

وَالَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهَا مِنْ رُّوْحِنَا وَجَعَلْنٰهَا وَابْنَهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

او هغې (جينۍ) چې د خپل فرج (مخصوصه اندام) ساتنه يې كړې وه، نو موږ له خپل روح نه پكې پو كړل او دا او زوى يې موږ د ټولو خلكو لپاره نښانه وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 21

اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً ۖؗ— وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْنِ ۟

بې شكه دغه ستاسو امت دى، یوازې يو امت، او زه ستاسو رب يم نو ما ولمانځئ. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 21

وَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ ؕ— كُلٌّ اِلَیْنَا رٰجِعُوْنَ ۟۠

او هغوى خپل (د دين) كار سره ټوټې ټوټې كړ، ټول زموږ خوا ته راستنېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 21

فَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْیِهٖ ۚ— وَاِنَّا لَهٗ كٰتِبُوْنَ ۟

نو څوک چې له ښو كارونو څه وكړي، په داسى حال كې چې هغه مومن وي نو د هغه د هلو ځلو بې قدري به ونه شي او موږ هغه لره ليكونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 21

وَحَرٰمٌ عَلٰی قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَاۤ اَنَّهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟

او يو كلى چې موږ هلاک كړى وي، دا پرې حرامه ده چې بېرته دې راوګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 21

حَتّٰۤی اِذَا فُتِحَتْ یَاْجُوْجُ وَمَاْجُوْجُ وَهُمْ مِّنْ كُلِّ حَدَبٍ یَّنْسِلُوْنَ ۟

تر هغه پورې چې یأجوج او مأجوج را پرانيستل شي او له هرې لوړې په منډه منډه راكوزيږي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 21

وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَاِذَا هِیَ شَاخِصَةٌ اَبْصَارُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— یٰوَیْلَنَا قَدْ كُنَّا فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا بَلْ كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

او رښتينې وعده رانږدې شوه، نو يو دم به د هغو كسانو سترګې بوټې بوټې راووځي چې كافران شوي وو، (وايي به) چې هاى زموږ بده بخته! موږ خو له دې نه په غفلت كې و، بلکې موږ ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 21

اِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ ؕ— اَنْتُمْ لَهَا وٰرِدُوْنَ ۟

يقيناً تاسو او هغه چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، د جهنم خشاك ياست، تاسو هماغلته ورننوتونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 21

لَوْ كَانَ هٰۤؤُلَآءِ اٰلِهَةً مَّا وَرَدُوْهَا ؕ— وَكُلٌّ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

دوى كه (رښتیني) معبودان وى، هلته (جهنم ته) به نه وو ورننوتلي، او دا ټول به تل پكې پراته وي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 21

لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّهُمْ فِیْهَا لَا یَسْمَعُوْنَ ۟

هلته به د دوى چغې سورې وي او هېڅ به پكى نه اوري. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 21

اِنَّ الَّذِیْنَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِّنَّا الْحُسْنٰۤی ۙ— اُولٰٓىِٕكَ عَنْهَا مُبْعَدُوْنَ ۟ۙ

خو هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ له خوا نېكي (جنت) مخكې (ليكل) شوې ده، نو دوې به له هغه نه لرې كړى شوي وي. info
التفاسير: