ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
84 : 18

اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا ۟ۙ

بې شکه موږ هغه ته په زمكه كې قدرت وركړى و او هر ډول اسباب مو وركړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 18

فَاَتْبَعَ سَبَبًا ۟

نو روان شو په یوه لاره. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ؕ۬— قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَاِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا ۟

تر دې چې د لمر ډوبېدو تر حده ورسېدلو، او هغه يې داسې وموندلو چې په يوه توره چيكړه چينه كې ډوبيږي او ورسره يې يو قوم هم وموندو، موږ وويل: ای ذوالقرنينه! (خوښه دې) يا يې په عذاب كړه او يا ورسره ښه چلند ونيسه. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 18

قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا ۟

هغه وويل: هر هغه څوک چې له دوى نه ظلم وكړي نو موږ به هغه ته څه سزا وركړو، بيا به د خپل رب لور ته ورستون كړى شي او هغه به (لا) سخته سزا وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 18

وَاَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ ١لْحُسْنٰی ۚ— وَسَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًا ۟ؕ

خو څوک چې ايمان راوړي او سم كارونه وكړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او موږ به هم په خپلو چارو كې اسانه حكم وركړو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 18

ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟

بیا په (یوه بله) لاره روان شو. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًا ۟ۙ

تر دې چې د لمر خاته حد ته ورسېدو نو هغه يې ولېدو چې په يو داسې قوم راخيژي چې له هغه نه د پټېدو څه شى مو نه و وركړى. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 18

كَذٰلِكَ ؕ— وَقَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا ۟

همداسې و، او له هغه سره چې څه و، موږ ته يې علم و. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 18

ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟

بیا په (یوه بله) لاره روان شو. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا ۙ— لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا ۟

تر دې چې دوو غرونو منځ ته ورسېدو، نو له هغو سره يې داسې يو قوم بياموندو چې نږدې نه وه چې (د ذوالقرنين) په خبره وپوهېږي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 18

قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَمَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَبَیْنَهُمْ سَدًّا ۟

دوی وویل: ای ذوالقرنین! بی شکه چې یاجوج او ماجوج فساد کوونکي دي په زمکه کې نو آیا موږ تاته محصول (خرچه) درکړو چې ته زموږ او د هغوی تر منځ یو غټ دېوال جوړ کړې؟ info
التفاسير:

external-link copy
95 : 18

قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ رَدْمًا ۟ۙ

هغه وويل: زما رب چې ماته د كوم شي وس راكړى، هغه غوره دى نو تاسو ما سره په (ځاني) طاقت مرسته وكړئ چې ستاسو او د هغوی ترمنځ يو دېوال جوړ كړم. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 18

اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا ۙ— قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًا ۟ؕ

ماته اوسپنيزې تختېراوړئ تر دې چې هغه د دواړو غرونو ترمنځ (دېوال) برابر كړ، وېلې: (اوس) پو كړئ، تر دې چې هغه يې (بالكل) اور وګرځولو، وېلې: راوړئ چې اوس ويلې شوې تامبه (مس یا پیتل) پرې واچوم. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 18

فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَمَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا ۟

نو بيا هغوى (يأجوج او مأجوج) نه ورباندې راختلى شول او نه يې پكې سورى كولى شو. info
التفاسير: