ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
39 : 17

ذٰلِكَ مِمَّاۤ اَوْحٰۤی اِلَیْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ ؕ— وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتُلْقٰی فِیْ جَهَنَّمَ مَلُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟

دا هغه د حكمت خبرې دي چې خپل رب دې تاته وحى كړې دي، او (پام كوه) الله سره كوم بل معبود مه نيسه، كنه بيا به جهنم كې پړ او ټېله شوى غورځول كېږې. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 17

اَفَاَصْفٰىكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِیْنَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنَاثًا ؕ— اِنَّكُمْ لَتَقُوْلُوْنَ قَوْلًا عَظِیْمًا ۟۠

آيا رب مو تاسو ته زامن در پېرزو كړل او خپل ځان ته يې ملايكې لوڼې ونيولې، يقيناً تاسو ډېره لويه (غلطه) خبره كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 17

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِیَذَّكَّرُوْا ؕ— وَمَا یَزِیْدُهُمْ اِلَّا نُفُوْرًا ۟

او موږ په دې قرآن كې راز راز بيان وكړ چې خلک پند واخلي، خو له حقه تښتېدلو پرته نور څه نه ور زياتوي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 17

قُلْ لَّوْ كَانَ مَعَهٗۤ اٰلِهَةٌ كَمَا یَقُوْلُوْنَ اِذًا لَّابْتَغَوْا اِلٰی ذِی الْعَرْشِ سَبِیْلًا ۟

ورته ووايه چې كه هغه (الله) سره نور معبودان هم واى لكه دوى چې وايي نو بيا خو به هغه هم حتماً د عرش څښتن (مقام) ته لار لټولې وه. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 17

سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یَقُوْلُوْنَ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟

هغه لره پاکي ده، او له هغو خبرو ډېر پورته دى چې دوى يې وايي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 17

تُسَبِّحُ لَهُ السَّمٰوٰتُ السَّبْعُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمْدِهٖ وَلٰكِنْ لَّا تَفْقَهُوْنَ تَسْبِیْحَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا ۟

اوه واړه اسمانونه، زمكه او څه چې په هغو كې دي، ټول د هغه پاكي وايي او داسې هېڅ شى نشته چې له ستاينې سره د هغه پاكي نه وايي خو تاسي يې په تسبيح نه پوهېږئ بې شكه هغه د ډېر زغم والا بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 17

وَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ جَعَلْنَا بَیْنَكَ وَبَیْنَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُوْرًا ۟ۙ

او كله چې ته قرآن لولې نو ستا او په آخرت ايمان نه راوړونكو ترمنځ يوه پټه پرده اچوو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 17

وَّجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِی الْقُرْاٰنِ وَحْدَهٗ وَلَّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ نُفُوْرًا ۟

او په زړونو يې داسې پردې وراچوو چې دوى ورباندې پوه نه شي او په غوږو كې يې كوڼوالى، او كله چې ته په قرآن كې يوازې خپل رب يادوې نو هغوى بيا په كركه شاته وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 17

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَسْتَمِعُوْنَ بِهٖۤ اِذْ یَسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ وَاِذْ هُمْ نَجْوٰۤی اِذْ یَقُوْلُ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟

موږ يې د غوږ نيولو په غرض ښه پوه يو كله چې دوى تاته غوږ نيسي او كله چې هغوى پټې خبرې كوي، هغه مهال چې دا ظالمان وايي تاسي خو له يو كوډو وهلي سړي پرته بل چا پسې روان نه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 17

اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟

ګوره دوى تا پورې څنګه مثالونه وايي، دوى بې لارې شول، نو بيا د لار موندلو وس نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 17

وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟

او دوى وايي: كله چې موږ ميده خاورې او هډوكي شو نو آيا موږ به په نوي پېدایښت بيا راپاڅول شو؟ info
التفاسير: