ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

غاشیه

ߝߐߘߊ ߟߊߢߌߣߌ߲ ߘߏ߫:
التذكير بالآخرة وما فيها من الثواب والعقاب، والنظر في براهين قدرة الله.
د آخرت او هلته چې کوم ثواب او عذاب دي د هغو ور په يادول او د الله د قدرت په دليلونو کې فکر کول. info

external-link copy
1 : 88

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْغَاشِیَةِ ۟ؕ

اې رسوله! تاته د هغه قيامت خبر رسېدلی چې پر خپلو سختيو به خلک پټوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ خَاشِعَةٌ ۟ۙ

د قيامت په ورځ به خلک يا نېکمرغه وي او يا به بدمرغه وي، نو د بدمرغو مخونه به سپک ذليل وي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 88

عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ۟ۙ

ستړي او په سختيو کې به وي د هغو ځنځيرونو له امله چې پرې کشکول کيږي او طوقونو له امله چې په غاړو کې ور اچول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 88

تَصْلٰی نَارًا حَامِیَةً ۟ۙ

دغه مخونه به داسې ګرم اور ته ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 88

تُسْقٰی مِنْ عَیْنٍ اٰنِیَةٍ ۟ؕ

له داسې چينې به څښاک ورکول کیږي چې اوبه يې سختې ګرمې وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 88

لَیْسَ لَهُمْ طَعَامٌ اِلَّا مِنْ ضَرِیْعٍ ۟ۙ

د هغوی لپاره به خواړه چې خوري يې يوازې تر ټولو بد او ناوړه بوی لرونکي خواړه وي چې د شبرق نومي واښه دي کله چې وچ شي نو زهرجن ګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 88

لَّا یُسْمِنُ وَلَا یُغْنِیْ مِنْ جُوْعٍ ۟ؕ

خوړونکی يې نه پرې چاغيږي او نه يې لوږه ايساروي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاعِمَةٌ ۟ۙ

د نېکمرغه خلکو مخونه به په هغه ورځ د نعمت، ښکلا او خوشحالۍ والا وي، ځکه هغوی به له نعمتونو سره مخ شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 88

لِّسَعْیِهَا رَاضِیَةٌ ۟ۙ

د خپل هغه نېک کار لپاره به يې خوښ وي چې په دنيا کې يې کړی دی، د نېک عمل څو برابره بدله به يې زېرمه شوې موندلې وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 88

فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ

او د لوړې مرتبې او شان والا جنت کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 88

لَّا تَسْمَعُ فِیْهَا لَاغِیَةً ۟ؕ

په جنت کې به بې ځايه او باطله کلمه نه اوري، د ناروا کلمې اورېدل خو به بيخي نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 88

فِیْهَا عَیْنٌ جَارِیَةٌ ۟ۘ

په دغه جنت کې به روانې چينې وي چې بهيږي به، او څنګه چې وغواړي اوړي به. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 88

فِیْهَا سُرُرٌ مَّرْفُوْعَةٌ ۟ۙ

په هغو کې به اوچت اوچت تختونه وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 88

وَّاَكْوَابٌ مَّوْضُوْعَةٌ ۟ۙ

او داسې اېښودل شوي پيالې به وي چې د څښاک لپاره به چمتو وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 88

وَّنَمَارِقُ مَصْفُوْفَةٌ ۟ۙ

او په هغه (جنت) کې به يو له بل سره کتار اېښودل شوې تکيې وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 88

وَّزَرَابِیُّ مَبْثُوْثَةٌ ۟ؕ

او په هغه کې به ډېر دلته او هلته غوړېدلي فرشونه وي.
info
التفاسير:

external-link copy
17 : 88

اَفَلَا یَنْظُرُوْنَ اِلَی الْاِبِلِ كَیْفَ خُلِقَتْ ۟ۥ

ايا هغوی په غور اوښانوته نه ګوري چې څنګه الله پيداکړي دي او د انسانانو لپاره يې اېل کړي دي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 88

وَاِلَی السَّمَآءِ كَیْفَ رُفِعَتْ ۟ۥ

او اسمان ته نه ګوري چې څنګه يې پورته کړی دی تر دې چې سربېره پرې يو خوندي چت ګرځېدلی، چې نه پرې را لويږي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 88

وَاِلَی الْجِبَالِ كَیْفَ نُصِبَتْ ۟ۥ

او غرونو ته نه ګوري چې څنګه يې درولي دي او ځمکه يې پرې ټينګه کړې ده چې پر خلکو ونه خوځيږي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 88

وَاِلَی الْاَرْضِ كَیْفَ سُطِحَتْ ۟

او ځمکې ته نه ګوري چې څنګه يې غوړولې ده، او د خلکو د ځای پرځای کولو لپاره يې چمتو کړې ده؟!. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 88

فَذَكِّرْ ۫— اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُذَكِّرٌ ۟ؕ

اې رسوله! دغو خلکو ته نصيحت کوه او د الله له عذابه يې وېروه، بېشکه ته خو يوازې نصيحت کوونکی يې، له تا څخه يوازې د هغوی د وېرولو غوښتنه کيږي خو د ايمان توفيق ورکول هغه يوازې د الله په لاس کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 88

لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَۜیْطِرٍ ۟ۙ

تر پر هغوی مسلط نه يې چې ايمان راوړلو ته يې اړ باسې. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• أهمية تطهير النفس من الخبائث الظاهرة والباطنة.
له باطني او ظاهري چټليو څخه د نفس د پاکوالي اهميت. info

• الاستدلال بالمخلوقات على وجود الخالق وعظمته.
مخلوقاتو ته په لیدو د خالق پر شتون او د هغه په لویۍ استدلال کول. info

• مهمة الداعية الدعوة، لا حمل الناس على الهداية؛ لأن الهداية بيد الله.
د بلونکي دنده يوازې بلنه ده، نه دا چې خلک د لارښوونې پر منلو اړ کړي، ځکه لارښوونه د الله په لاس کې ده. info