ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
17 : 79

اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ؗۖ

له هغه ویناوو چې هغه ته يې وکړې دا وه چې: فرعون ته ورشه، پرته له شکه هغه په تيري او لويۍکې له بريده اوښتی دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 79

فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ

هغه ته ووايه: اې فرعونه! آيا ته غواړې چې له کفر او ګناهونو پاک شې؟. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 79

وَاَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی ۟ۚ

او خپل هغه پالونکي ته دې لارښوونه وکړم چې پيدا کړی يې یې او خيال دې ساتلی؛ نو ترې ووېرېږې، داسې کار وکړې چې راضي يې کړې، او له هغه څه ځان وساتې چې په غوسه کوي يې؟. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 79

فَاَرٰىهُ الْاٰیَةَ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ

نو بيا موسی عليه السلام هغه ته لويه نښانه وښوده چې پر دې خبره يې دلالت کولو چې هغه د خپل پالونکي له لوري يې رسول دی، او هغه لاس او لکڼه وو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 79

فَكَذَّبَ وَعَصٰی ۟ؗۖ

نو د فرعون له لوري بل څه نه و مګر دا چې دغه نښانه يې درواغ وګڼله او په هغه څه کې يې له موسی عليه السلام سرغړونه وکړه چې امر يې ورته کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 79

ثُمَّ اَدْبَرَ یَسْعٰی ۟ؗۖ

بيا يې پر هغه څه له له ايمان راوړلو مخ واوړي چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و د الله په سرغړونه او د حق سره په معارضه کې په هڅه کولو سره.
info
التفاسير:

external-link copy
23 : 79

فَحَشَرَ ۫— فَنَادٰی ۟ؗۖ

نو هغه خپل قوم او پيروان را ټول کړل پر موسی عليه السلام د برلاسه کېدو لپاره او په لوړ اواز يې وويل:
info
التفاسير:

external-link copy
24 : 79

فَقَالَ اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰی ۟ؗۖ

زه مو تر ټولو لوړ پالونکی يم، نو له ما پرته پر تاسو د بل چا پيروي نشته. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 79

فَاَخَذَهُ اللّٰهُ نَكَالَ الْاٰخِرَةِ وَالْاُوْلٰی ۟ؕ

نو الله هغه ونيوی، په دنيا کې يې په درياب کې په ډوبلو عذاب ورکړ، او په آخرت کې تر ټولو سخت عذاب ته په ننه اېستلو سره یې عذاب ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 79

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ؕ۠

پرته له شکه پر کوم څه مو چې فرعون ته په دنيا او آخرت کې عذاب ورکړ په هغو کې د هغه چا لپاره پند دی چې له الله وېريږي؛ نو همغه له نصيحتونو ګټه پورته کوي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 79

ءَاَنْتُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمِ السَّمَآءُ ؕ— بَنٰىهَا ۟۫

اې د بېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکو! آيا ستاسې پيداکول سخت دي، او که د هغه آسمان چې جوړ کړی يې دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 79

رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوّٰىهَا ۟ۙ

د هغه چت يې په پورته خوا کې لوړ ګرځولی، او برابر کړی يې دی، چې نه کمی پکې شته، نه څېرې والی او نه کوم عيب. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 79

وَاَغْطَشَ لَیْلَهَا وَاَخْرَجَ ضُحٰىهَا ۪۟

او د هغه شپه يې تياره کړې ده، کله چې لمر ولويږي، او رڼا يې ښکاره کړې ده کله چې لمر را پورته شي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 79

وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَا ۟ؕ

او ځمکه يې وروسته له هغه وغوړوله چې آسمان يې پيداکړ، او په هغې کې يې ګټې کښېښودلې. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 79

اَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا ۪۟

او له هغې يې د اوبو داسې چينې را واېستلې چې بهيږي، او داسې شينګياوې يې پکې را شنې کړې چې خزندې پکې څري. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 79

وَالْجِبَالَ اَرْسٰىهَا ۟ۙ

او غرونه يې پر ځمکه ثابت وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 79

مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ

اې خلکو! دا ټول ستاسو لپاره ګټې دي او ستاسو د څارويو لپاره، چاچې دا ټول پيداکړي دي هغه يې له بېرته راګرځولو څخه نه بې وسې کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 79

فَاِذَا جَآءَتِ الطَّآمَّةُ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ

نو کله چې هغه دويم پوکی راشي چې هر څه به په وېره سره پټ کړي او قيامت را منځته شي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 79

یَوْمَ یَتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ مَا سَعٰی ۟ۙ

په کومه ورځ چې هغه راشي انسان ته به هر هغه عمل ور په ياد شي چې مخکې يې کړی وي هغه که ښه وي او که بد. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 79

وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِمَنْ یَّرٰی ۟

او دوزخ به راوړل شي او مخامخ به ښکاره کړل شي هغه چاته چې ويني يې. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 79

فَاَمَّا مَنْ طَغٰی ۟ۙ

نو څوک چې په لار ورکۍ کې له بريده اوښتی وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 79

وَاٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۙ

او د دنيا پاتې کېدونکي ژوند ته يې د آخرت پر تلپاتې ژوند لومړيتوب ورکړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 79

فَاِنَّ الْجَحِیْمَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ

پرته له شکه اور به يې هغه استوګنځی وي چې ورځي به. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 79

وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰی ۟ۙ

نو څوک چې د خپل پالونکي په مخکې له درېدلو ډار شوی وي او ځان يې د هوسونو له پيروۍ را ګرځولی وي کوم چې الله حرام کړي دي، د هغه لپاره استوګنځی جنت دی چې ورځي به. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 79

فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ

نو څوک چې د خپل پالونکي په مخکې له درېدلو ډار شوی وي او ځان يې د هوسونو له پيروۍ را ګرځولی وي کوم چې الله حرام کړي دي، د هغه لپاره استوګنځی جنت دی چې ورځي به. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 79

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ۟ؕ

اې رسوله! دغه د بېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي پوښتنه درڅخه کوي چې قيامت به کله را منځته کيږي؟. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 79

فِیْمَ اَنْتَ مِنْ ذِكْرٰىهَا ۟ؕ

تا لره پر هغه پوهه نشته چې هغوی لره يې ياد کړې، او نه دا ستا کار دی، ستا کار يوازې د هغه لپاره چمتووالی دی. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 79

اِلٰی رَبِّكَ مُنْتَهٰىهَا ۟ؕ

يوازې ستا د پالونکي لوري ته د هغه د پوهې پای دی. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 79

اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَّخْشٰىهَا ۟ؕ

ته يوازې د هغه چا وېروونکی يې چې له قيامته وېريږي، ځکه همغه ستا پر وېرونه ګټه اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 79

كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَهَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحٰىهَا ۟۠

کله چې هغوی قيامت مخامخ وويني، داسې به وي لکه د دنيا په ژوند کې يې چې يوازې يو ماښام او يا يو سهار تېر کړی وي. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• وجوب الرفق عند خطاب المدعوّ.
چاته چې بلنه ورکول کيږي له هغه سره په نرمه د خبرو کولو لازموالی. info

• الخوف من الله وكفّ النفس عن الهوى من أسباب دخول الجنة.
له الله څخه وېره او له هوسونو څخه ځان ساتنه جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي. info

• علم الساعة من الغيب الذي لا يعلمه إلا الله.
د قيامت پوهه له هغو پټو څخه دي چې يوازې الله پرې پوهيږي. info

• بيان الله لتفاصيل خلق السماء والأرض.
د الله له لوري د آسمان او ځمکې د پيدايښت تفصيلي بيان. info