ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
20 : 77

اَلَمْ نَخْلُقْكُّمْ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ

اې خلکو! تاسې مو له سپکو لږو اوبو څخه نه ياست پيداکړي چې هغه نطفه ده. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 77

فَجَعَلْنٰهُ فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۟ۙ

نو دغه سپکې اوبه مو په يو خوندي ځای کې وساتلې چې هغه د ښځې رحم دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 77

اِلٰی قَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ

تر يوې ټاکلې مودې پورې چې هغه د حمل موده ده. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 77

فَقَدَرْنَا ۖۗ— فَنِعْمَ الْقٰدِرُوْنَ ۟

نو د پيدا شوي ماشوم صفت، اندازه، رنګ او داسې نور مو اندازه کړل، چې د دغو ټولو ښه اندازه کوونکي همدغه موږ يو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په دغه ورځ د الله د ځواک درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 77

اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ كِفَاتًا ۟ۙ

آيا موږ ځمکه داسې نه ده ګرځولې چې ټول خلک را غونډوي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 77

اَحْیَآءً وَّاَمْوَاتًا ۟ۙ

ژوندي پر هغې د اوسېدو او آبادولو په ډول را غونډوي او مړي په هغې کې د خښېدو په ډول. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 77

وَّجَعَلْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ شٰمِخٰتٍ وَّاَسْقَیْنٰكُمْ مَّآءً فُرَاتًا ۟ؕ

او په هغې مو برقراره جګ جګ غرونه پيداکړي دي، چې له خوځېدو يې راګرځوي، او اې خلکو! تاسو مو په خوږو اوبو خړوبه کړي ياست؛ نو چا چې دغه پيداکړي دي هغه ستاسو له بېرته را پورته کولو څخه بې وسه نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په دغه ورځ د الله د نعمتونو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 77

اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی مَا كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ۚ

او هغو کسانو ته به وويل شي چې هغه څه يې درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره ورته راغلي وو: اې درواغ ګڼونکو ولاړ شئ د هغه عذاب لوري ته چې تاسو به درواغ ګڼلو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 77

اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی ظِلٍّ ذِیْ ثَلٰثِ شُعَبٍ ۟ۙ

ولاړ شئ د اور د دود سيورې خوا ته چې دريو برخو ته وېشل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 77

لَّا ظَلِیْلٍ وَّلَا یُغْنِیْ مِنَ اللَّهَبِ ۟ؕ

چې په هغو کې نه د سيوري يخوالی شته، او نه د اور لمبه او ګرمي ګرځوي که چېرې تاسو ته در سوروی شي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 77

اِنَّهَا تَرْمِیْ بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ ۟ۚ

بېشکه هغه اور لوی لوی بڅرکي غورځوي، هر بڅرکی يې په لوی والي کې د ماڼۍ غوندې وي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 77

كَاَنَّهٗ جِمٰلَتٌ صُفْرٌ ۟ؕ

هغه بڅرکي چې غورځول کيږي په تور والي او غټوالي کې لکه تور اوښان داسې وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په دغه ورځ د الله د سزا درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 77

هٰذَا یَوْمُ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟ۙ

دا داسې ورځ ده چې هغوی به پکې هيڅ خبرې نه شي کولای. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 77

وَلَا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُوْنَ ۟

او نه به هغوی ته اجازه ورکول کيږي چې له خپل کفر او ګناهونو څخه د خپل پالونکي لوري ته عذر وړاندې کړي، چې عذر يې بيا ومنل شي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په دغه ورځ د دغې ورځې د خبر ورکولو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 77

هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ ۚ— جَمَعْنٰكُمْ وَالْاَوَّلِیْنَ ۟

دغه د خلکو تر منځ د پرېکړې ورځ ده، تاسو او پخواني امتونه مو په يوه خاوره کې را ټول کړي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 77

فَاِنْ كَانَ لَكُمْ كَیْدٌ فَكِیْدُوْنِ ۟

که چېرې تاسې لره کوم چل وي چې د الله له عذابه پرې ځانونه ژغورلای شئ؛ نو چل مو زما پرخلاف ترسره کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠

په دغه ورځ د پرېکړې د ورځې د درواغ ګڼوکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 77

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ ظِلٰلٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو ترې ډاريږي د جنت د ونو په اوږده سيوري او روانو خوږو اوبو په چينو کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 77

وَّفَوَاكِهَ مِمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ

او له هغو مېوو څخه به يې خوراک وي چې غواړي يې. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 77

كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او هغوی ته به ويل کيږي: له پاکو شيانو خوراک کوئ او له داسې خوندور څښاک څخه څښئ چې خرابي پکې نشته، دا د هغه نېکو کړنو له امله چې تاسې په دنيا کې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 77

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

پرته له شکه د دغې بدلې غوندې چې تاسې ته مو درکړې ده موږ نېک عمله خلکو ته بدله ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په دغه ورځ د هغو کسانو لپاره تباهي، عذاب او تاوان دی چې هغه څه يې درواع ګڼل چې الله د متقيانو (ځان ساتونکو) لپاره چمتو کړي و. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 77

كُلُوْا وَتَمَتَّعُوْا قَلِیْلًا اِنَّكُمْ مُّجْرِمُوْنَ ۟

او درواغ ګڼونکو ته به ويل کيږي: خورئ او په دنيا کې لږ وخت له دنيوي خوندونو ګټه پورته کوئ، پرته له شکه تاسو پر الله د خپل کفر او د هغه د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله مجرمان ياست. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په دغه ورځ د هغو کسانو لپاره چې د بدلې پر ورځ د خپلې بدلې درواغ ګڼونکي دي تباهي، عذاب او تاوان دی. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 77

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ ارْكَعُوْا لَا یَرْكَعُوْنَ ۟

او کله چې دغو درواغ ګڼونوکو ته وويل شي: د الله لپاره لمونځ وکړئ هغوی ورلره لمونځ نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 77

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟

په دغه ورځ دواغ ګڼونکو لره چې په هغه څه کې رسولان درواغ ګني چې د الله له لوري ورسره راغلي تباهي، عذاب او تاوان دی. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 77

فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ ۟۠

کله يې چې د خپل پالونکي له لوري پر دغه نازل کړل شوي قرآن ايمان را نه وړ؛ نو له هغه پرته به پر بل څه شي هغوی ايمان راوړي؟ info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• رعاية الله للإنسان في بطن أمه.
د الله له لوري د انسان د خپلې مور په ګېډه کې پاملرنه. info

• اتساع الأرض لمن عليها من الأحياء، ولمن فيها من الأموات.
د هغه چا لپاره د ځمکې پراخول چې څوک ژوندي پرې دي او د هغه چا لپاره چې مړه پکې دي. info

• خطورة التكذيب بآيات الله والوعيد الشديد لمن فعل ذلك.
د الله د آيتونو د درواغ ګڼلو خطر او څوک چې دا کار کوي د هغه لپاره سخته ګوت څنډنه. info