ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

external-link copy
39 : 50

فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ

ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې يهود او نور خلک يې وايي، او خپل پالونکي لره دې لمونځ کوه د لمر له ختو مخکې د سهار په لمانځه کې د هغه ستاينه کوونکی اوسه او له لمر لوېدو مخکې د مازديګر لمونځ کوه. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• الاعتبار بوقائع التاريخ من شأن ذوي القلوب الواعية.
د تاريخ له پېښو پند اخېستل د بيدارو زړونو د څښتنانو شان دی. info

• خلق الله الكون في ستة أيام لِحِكَم يعلمها الله، لعل منها بيان سُنَّة التدرج.
الله ټول کائنات د ځينو حکمتونو له مخې په شپږو ورځو کې پيداکړل چې هغه پرې پوهيږي، کېدای شي يو له هغو دا وي چې کار په تدرج او سوکه سوکه ترسره شي. info

• سوء أدب اليهود في وصفهم الله تعالى بالتعب بعد خلقه السماوات والأرض، وهذا كفر بالله.
د یهودو بې ادبي چې الله تعالی یې د آسمانونو او ځمکې له پېدایښت وروسته په ستړیا موصوف کړ، او دا په الله کفر دی. info