ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

external-link copy
34 : 45

وَقِیْلَ الْیَوْمَ نَنْسٰىكُمْ كَمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا وَمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

او الله به هغوی ته ووايي: نن مو په اور کې پرېږدم، لکه څنګه چې تاسو د دغې ورځې سره مخامخېدل هېر کړي وو، نو په ايمان راوړلو او نېک عمل مو چمتووالی نه ورته نيولو، او هستوګنځی مو چې ورځئ به هغه اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله عذاب درڅخه دفع کړي. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• الاستهزاء بآيات الله كفر.
د الله پر آيتونو ملنډې وهل کفر دی. info

• خطر الاغترار بلذات الدنيا وشهواتها.
د دنيا په مزو او خوندونو مغروره کېدل خطر دی. info

• ثبوت صفة الكبرياء لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د لويۍ صفت ثابتوالی. info

• إجابة الدعاء من أظهر أدلة وجود الله سبحانه وتعالى واستحقاقه العبادة.
د دعا قبلول د الله پاک پر وجود ترټولو له څرګندو دلايلو څخه دی او دا چې هغه د عبادت وړ دی. info