ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

external-link copy
17 : 3

اَلصّٰبِرِیْنَ وَالصّٰدِقِیْنَ وَالْقٰنِتِیْنَ وَالْمُنْفِقِیْنَ وَالْمُسْتَغْفِرِیْنَ بِالْاَسْحَارِ ۟

او همدوی صبر کوونکي دي د طاعاتو په کولو او د بدیو په پرېښودلو، او په هغه ازمیښتونو چې دوی ته رسي، او همدوی ريښتیني دي په ویناګانو او کړنو خپلو کې، او همدوی منونکي دي د الله تعالی په بشپړ منلو سره، او همدوی د الله په لار کې د خپلو مالونو خیراتوونکي دي، او همدوی بخښنه غوښتونکي دي په آخره برخه د شپې کې؛ ځکه په دغه وخت کې دعا منلو ته ډېره نږدې ده، او زړه هم د مشغولتیا څخه خالي وي. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• من أعظم ما يُكفِّر الذنوب ويقي عذاب النار الإيمان بالله تعالى واتباع ما جاء به الرسول صلى الله عليه وسلم.
هغه ستر کار چې ګناهونه رژوي او د اور له عذاب څخه ساتنه کوي په الله تعالی ایمان راوړل او د هغه څه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم راوړي تابعداري کول دي. info

• أعظم شهادة وحقيقة هي ألوهية الله تعالى ولهذا شهد الله بها لنفسه، وشهد بها ملائكته، وشهد بها أولو العلم ممن خلق.
لویه ګواهي او حقیقت د الله تعالی الوهیت دی، لدې کبله الله تعالی پخپله ګواهي کړیده او ملائکو یې هم او د مخلوقاتو څخه اهل علم هم دا ګواهي کړیده. info

• البغي والحسد من أعظم أسباب النزاع والصرف عن الحق.
سر کښي او کینه د اختلاف او د حق څخه د اوختلو ستر لامل دی. info