ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

external-link copy
47 : 10

وَلِكُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلٌ ۚ— فَاِذَا جَآءَ رَسُوْلُهُمْ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

له مخکينيو امتونو څخه هر امت لره رسول و چې ورته لېږل شوی و، کله يې چې هغوی ته هغه څه ورسول چې د رسولو امر ورته شوی و، هغوی درواغجن وګاڼه، د هغوی او رسول ترمنځ يې په عدل پرېکړه وشوه؛ نو الله په خپله پېرزوينه رسول وژغوره او امت يې د عدالت له مخې تباه کړ او پر هغوی د کړنو له بدلې يې هيڅ ظلم نه کيږي. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• الإنسان هو الذي يورد نفسه موارد الهلاك، فالله مُنَزَّه عن الظلم.
انسان په خپله ځان د تباهۍ ځايونوته ور ښکته کوي، الله له ظلم څخه پاک دی. info

• مهمة الرسول هي التبليغ للمرسل إليهم، والله يتولى حسابهم وعقابهم بحكمته، فقد يعجله في حياة الرسول أو يؤخره بعد وفاته.
د رسول دنده هغه چاته بلنه ورکول دي چې ور لېږل شوی وي، الله يې په خپل حکمت سره د حساب او سزا څښتن دی، کله د رسول په ژوند کې سزا ورکوي او کله د هغه له مړينې وروسته. info

• النفع والضر بيد الله عز وجل، فلا أحد من الخلق يملك لنفسه أو لغيره ضرًّا ولا نفعًا.
ګټه او زيان د الله عز وجل په لاس کې دي، له مخلوق هيڅوک د ځان يا بل چا لپاره نه د زيان او نه هم د ګټې واک لري. info

• لا ينفع الإيمان صاحبه عند معاينة الموت.
د مرګ د ليدو پر مهال ايمان راوړل خپل څښتن ته ګټه نشي رسولی. info