पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : अबू जकरिया ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
15 : 16

وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَاَنْهٰرًا وَّسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

16-15 او هغهٔ په ځمكه كې پاخه غرونه غورځولي دي چې پر تاسو باندې ونه ښورېږي او (پیدا كړي يې دي) ولې (نهرونه) او لارې، د دې لپاره چې تاسو لار ومومئ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 16

وَعَلٰمٰتٍ ؕ— وَبِالنَّجْمِ هُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

16-16 او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 16

اَفَمَنْ یَّخْلُقُ كَمَنْ لَّا یَخْلُقُ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

16-17 ایا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ! info
التفاسير:

external-link copy
18 : 16

وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

16-18 او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
19 : 16

وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

16-19 او الله ته معلوم دي هغه څه چې تاسو يې پټوئ او هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 16

وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ؕ

16-20 او هغه كسان چې دوى يې له الله نه غیر بلي، هغوى هېڅ شى نشي پیدا كولى، په دې حال كې چې دوى پخپله پیداكاوه شي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 16

اَمْوَاتٌ غَیْرُ اَحْیَآءٍ ؕۚ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۙ— اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟۠

16-21 مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 16

اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ قُلُوْبُهُمْ مُّنْكِرَةٌ وَّهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟

16-22 ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې پر اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه مُنكِر دي او دوى تكبر كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 16

لَا جَرَمَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِیْنَ ۟

16-23 حقیقت دا دى چې بېشكه الله پوهېږي پر هغه څه چې دوى يې پټوي او پر هغه څه چې دوى يې څرګندوي، بېشكه هغه (الله) تكبر كوونكي نه خوښوي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 16

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ مَّاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

16-24 او كله چې دوى ته وویل شي: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ دوى وايي: د پخوانیو (خلقو) باطلې افسانې info
التفاسير:

external-link copy
25 : 16

لِیَحْمِلُوْۤا اَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ۙ— وَمِنْ اَوْزَارِ الَّذِیْنَ یُضِلُّوْنَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ ۟۠

16-25 د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم پورته كړي) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي info
التفاسير:

external-link copy
26 : 16

قَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتَی اللّٰهُ بُنْیَانَهُمْ مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَیْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

16-26 یقینًا له دوى نه مخكې خلقو مكر كړى و، نو الله د دوى عمارتونه له بنیادونو نه ونړول، نو په دوى باندې د دوى له پاسه چتونه راپرېوتل او دوى ته عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى يې شعور (او ګمان) هم نه لاره info
التفاسير: