पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज ।

رقم الصفحة: 122:106 close

external-link copy
91 : 5

اِنَّمَا یُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّوْقِعَ بَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ فِی الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ وَیَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَعَنِ الصَّلٰوةِ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّنْتَهُوْنَ ۟

دا پخه خبره ده چې شیطان غواړي چې د شرابو او جووارۍ په وسیله ستاسې په مینځ کې دښمني او کرکه راپورته او د الله له ذکر او لمانځه څخه مو منع کړي نو ایا لاس ترې اخلئ؟. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 5

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاحْذَرُوْا ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او د الله او د رسول ومنی او له بدیو څخه ځانونه وژغورئ خو که مخ مو واړولو نو پوه شئ چې زمونږ پر رسول یوازې ښکاره او بشپړه رسونه ده. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 5

لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاَحْسَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠

پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته خو چې په راتلونکې کې ځان وژغوري په ایمان ټینګ وي او ښه کارونه وکړي او د بیا لپاره ځانونه وژغوري او پر ایمان ټینګ وي او هو! ځانونه وژغوري او نیکیو ته ملا وتړي الله پاک نیکي کوونکي خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَیَبْلُوَنَّكُمُ اللّٰهُ بِشَیْءٍ مِّنَ الصَّیْدِ تَنَالُهٗۤ اَیْدِیْكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّخَافُهٗ بِالْغَیْبِ ۚ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ای مؤمنانو! الله پاک به تاسې هرو مرو په هغه ښکار وازمايې چې ستاسې د لاسونو او نیزو تر برید لاندې راغلي وي تر څو الله پاک دا روښانه کړي چې څوک له هغه نه په پټه کې ډاریږي؟ نو چا چې له دی اعلان وروسته تیری وکړ نو هغه ته دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْتُلُوا الصَّیْدَ وَاَنْتُمْ حُرُمٌ ؕ— وَمَنْ قَتَلَهٗ مِنْكُمْ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحْكُمُ بِهٖ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ هَدْیًا بٰلِغَ الْكَعْبَةِ اَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسٰكِیْنَ اَوْ عَدْلُ ذٰلِكَ صِیَامًا لِّیَذُوْقَ وَبَالَ اَمْرِهٖ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَمَّا سَلَفَ ؕ— وَمَنْ عَادَ فَیَنْتَقِمُ اللّٰهُ مِنْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟

ای مؤمنانو! د احرام په حال کې ښکار مه وژنئ ـ او که په تاسې کې هر چا قصداً هغه وواژه نو په بدل کې به یې د وژلي شو څاروي انډول د دوه هوښیارو خلکو دپریکړې په رڼا کې بل څاروی د نذرانې په توګه کعبې شریفې ته رسوي یا به مسکینانو ته خوراک د کفارې په توګه ورکوي او یا به د خوراک په اندازه روژې نیسې تر څو د خپلو کړنو خوند وڅکي ـ الله پاک له پخوانیو در تیر شوی دی ـ او څوک چې بیا ښکار وکړي نو الله به ترې بدل واخلي الله پاک په هر څه بر لاسي او انتقام اخیستونکی دی. info
التفاسير: