पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : सरफराज ।

external-link copy
19 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَرِثُوا النِّسَآءَ كَرْهًا ؕ— وَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ لِتَذْهَبُوْا بِبَعْضِ مَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ۚ— وَعَاشِرُوْهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— فَاِنْ كَرِهْتُمُوْهُنَّ فَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّیَجْعَلَ اللّٰهُ فِیْهِ خَیْرًا كَثِیْرًا ۟

ای مؤمنانو! تاسو ته روا نه ده چې په زور سره ښځې په میراث یوسئ، او نه دا چې کونډې ښځې له بل واده څخه وځنډوئ تر څو ځینې هغه مال چې تاسو ورکړی دی بیرته ترې واخلئ، خو دا بیله خبره ده که هغوی ښکاره بدلمنې[۳۰] شي ـ او له ښځو سره په ښه توګه ژوند وکړئ که نه مو خوښیدلې(صبر وکړئ) کیدای شي چې تاسو یو شی بد وګڼئ او الله په هغه کې ډیرې ښیګڼې ایښي وي. info

[۳۰] تاسو د ادب ورکولو حق لرئ( کابلی تفسیر)

التفاسير: