पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
11 : 43

وَالَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ ۚ— فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ۚ— كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟

او هغه ذات چې له آسمانه يې اوبه را اورولې دي په (يوه ځانګړې) اندازه، بيا مو پر هغو سره مړ (شاړ) ښار را ژوندى كړى، همداسې به تاسو هم راویستل كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 43

وَالَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَالْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَ ۟ۙ

او هغه (الله) چې ټولې جوړې يې پيدا كړې او تاسو ته يې بېړۍ او څاروي پيدا كړي چې ورباندې سپرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 43

لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَمَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ ۟ۙ

تر څو تاسو يې پر شا سپاره شئ بيا د خپل رب نعمت درياد كړئ كله چې ورباندې سم كېنئ او (داسې) ووايئ چې هغه (الله) لره پاكي ده كوم چې دا يې راته تابع كړي حال دا چې موږ يې راټينګونكي نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 43

وَاِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ ۟

او په رېښتيا موږ د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 43

وَجَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ۠

او هغه ته يې له خپلو بندګانو يوه برخه ټاكلې ده، بېشكه انسان څرګند ناشكره دى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 43

اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّاَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ ۟

آيا هغه له خپل مخلوقه لورګانې ونيوې او تاسو يې په زامنو سره غوره كړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 43

وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟

او كله چې له هغوى په كوم يوه د هغه څه زېرى وشي چې رحمان ته يې د هغه مثال بيان كړى نو مخ يې تک تور او له غمه ډک شي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 43

اَوَمَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ ۟

آيا څوک چې په ګاڼه كې لوی شي او په جګړه كې ناڅرګند وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 43

وَجَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا ؕ— اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ ؕ— سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْـَٔلُوْنَ ۟

او د الله هغه بندګان يې ښځينه وګرځول كوم چې پرېښتې دي، آيا دوى يې په پيدايښت كې حاضر وو؟ د هغوى (دا) شاهدي به ليكل كيږي او وبه پوښتل شي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 43

وَقَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ ؕ— مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۗ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟ؕ

مشرکانو ویلي وو که رحمن ذات غوښتی وای موږ به د دوی عبادت نه وای کړی، نشته دوی سره په دې څه علم، نه دي دوی مګر درواغجن. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 43

اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ ۟

آيا هغوى ته مو كوم كتاب وركړى چې (اوس) د هغه ټينګ نيوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 43

بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

نه هیڅ کتاب ورسره نشته بلکه هغوى ويل چې موږ خپل مشران په يو دين موندلي او موږ د هغوى پر پلونو باندې په سمه لار برابر يو. info
التفاسير: