पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
32 : 39

فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَی اللّٰهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ اِذْ جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟

پس له هغه چا لوى ظالم څوك دى چې پر الله دروغ تړي، او رېښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رېښتیا) ده ته راشي؟ آیا په دوزخ كې د كافرانو لپاره هستوګنځى نشته؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 39

وَالَّذِیْ جَآءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟

او هغه چا چې راتګ کړی په صدق [چې خبر یې د واقع مطابق وي] او عمل یی ورباندې کړی وي همدوی پرهیزګاران دي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 39

لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚۖ

د هغوى لپاره د خپل رب پر وړاندې هغه څه دي چې هغوى يې غواړي، دغه د نېكانو بدله ده. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 39

لِیُكَفِّرَ اللّٰهُ عَنْهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ عَمِلُوْا وَیَجْزِیَهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

انجام به دا شي چې الله له هغوی هغه ناوړه کړنې له منځه يوسي چې کړې يې دي اوهغوی ته يې د هغه څه غوره بدله ورکړي چې کول يې. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 39

اَلَیْسَ اللّٰهُ بِكَافٍ عَبْدَهٗ ؕ— وَیُخَوِّفُوْنَكَ بِالَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟ۚ

آیا الله خپل بنده ته بسنه نه کوي او هغوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له هغه (الله) پرته دي او څوك چې الله يې لارورکی كړي، نو د هغه لپاره هیڅ لار ښوونكى نشته. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 39

وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّضِلٍّ ؕ— اَلَیْسَ اللّٰهُ بِعَزِیْزٍ ذِی انْتِقَامٍ ۟

او چاته چې الله لارښوونه وكړي نو بيا يې څوك بې لارې كوونكى نشته، اّيا الله برلاسى غچ اخېستونکی نه دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 39

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ اَرَادَنِیَ اللّٰهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كٰشِفٰتُ ضُرِّهٖۤ اَوْ اَرَادَنِیْ بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكٰتُ رَحْمَتِهٖ ؕ— قُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ؕ— عَلَیْهِ یَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟

او كه ته پوښتنه وکړې د هغوی څخه چې اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې الله! ورته ووايه: خبر راکړئ د هغه څه په اړه چې تاسو یی له الله پرته عبادت کوئ؟ كه ماته الله لږ ضرر رسول وغواړي، آيا هغوى هغه ضرر لرې کولی شي؟ يا كه ماته څه رحمت وغواړي آيا هغوى يې د رحمت بندوونكي دي؟ ورته ووايه الله مې بس دى، بروسه کوونکي (يوازي) پر هغه بروسه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 39

قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

ووايه: ای زما قومه! تاسو پخپله طریقه عمل كوئ زه هم عمل كوونكى يم پس زر به پوه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 39

مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟

چې چاته شرموونكى عذاب راځي او تلپاتې سزا ورباندې راپرېوزي. info
التفاسير: