पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पश्तो भाषामा अनुवाद : रव्वाद अनुवाद केन्द्र ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
49 : 2

وَاِذْ نَجَّیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟

او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ تاسي وژغورلۍ له فرعونیانو څخه چې تاسي ته به یې سخت عذاب درکولو، ستاسي زامن به یې حلالول او ستاسي ښځې (لوڼې) به یې (دخدمت لپاره) ژوندۍ پرېښودلې او په دې کې ستاسې د رب له لوري پر تاسي لوی ازمیښت ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 2

وَاِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَاَنْجَیْنٰكُمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟

او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ ستاسي لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو غرق کړل، په داسې حال کې چې تاسي ورته کتل. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 2

وَاِذْ وٰعَدْنَا مُوْسٰۤی اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

او هغه وخت چې وعده کړې وه موږ له موسی علیه السلام سره څلويښت شپې، بیا تاسي خوسی ونیوه (معبود) پس له (تللو) د موسی علیه السلام (طور ته) او تاسې ظالمان وئ. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 2

ثُمَّ عَفَوْنَا عَنْكُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

بیا موږ تاسي ته بخښنه وکړه وروسته له هغې (د خوسي له عبادت څخه) تر څو تاسي (د الله) شکر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 2

وَاِذْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟

او (یاد کړئ!) هغه وخت چې ورکړی ؤ موږ موسی علیه السلام ته کتاب (تورات) او بېلونکی (د حق او باطل) د دې لپاره چې تاسي سمه لار ومومئ. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 2

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ اَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوْبُوْۤا اِلٰی بَارِىِٕكُمْ فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ عِنْدَ بَارِىِٕكُمْ ؕ— فَتَابَ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟

او هغه وخت (در یاد کړئ) چې موسی خپل قوم ته وویل، ای زما قومه! بېشکه تاسي پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی، په سبب د نیولو د خوسي لره (په خدايۍ سره) پس توبه وباسئ خپل خالق ته او خپل ځانونه ووژنئ، همدا کار (ځان وژنه) ستاسو د خالق پر وړاندې تاسو لپاره غوره دی، پس (الله) ستاسي توبه قبوله کړه، بېشکه هغه ښه توبه قبلوونکی او ډېر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 2

وَاِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰی لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی نَرَی اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْكُمُ الصّٰعِقَةُ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟

او (یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي وویل، ای موسی علیه السلام! مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې څرګنده الله ونه وینو، پس تاسي تندر ونیولئ په داسې حال کې چې تاسي (ورته) کتل. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 2

ثُمَّ بَعَثْنٰكُمْ مِّنْ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

پس بيا موږ ستاسي له مړينې وروسته راپاڅولئ، د دې لپاره چې تاسي شکر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 2

وَظَلَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْغَمَامَ وَاَنْزَلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ؕ— كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ ؕ— وَمَا ظَلَمُوْنَا وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

او (هغه مهال) موږ وریځ پر تاسي سیوری کړه او تاسي ته مو ترنجبین او مړزان نازل کړي وو، وخورئ له هغو پاکو شیانو چې موږ تاسو ته روزي کړي دي نو هغوی پر موږ ظلم نه ؤ کړی، بلکې پر خپلو نفسونو (ځانونو) یې ظلم کولو. info
التفاسير: