पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद ।

رقم الصفحة:close

external-link copy
60 : 4

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یَزْعُمُوْنَ اَنَّهُمْ اٰمَنُوْا بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّتَحَاكَمُوْۤا اِلَی الطَّاغُوْتِ وَقَدْ اُمِرُوْۤا اَنْ یَّكْفُرُوْا بِهٖ ؕ— وَیُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّضِلَّهُمْ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟

آیا ته نه ګورې -ای پیغمبره- تناقض د منافقانو ته چې د یهودو څخه دي هغه کسان چې دعوه کوي په دروغو سره چې یقینا دوی ایمان راوړی په هغه کتاب چې په تا باندې نازل شوی دی او په هغو کتابونو چې ستا څخه مخکې نورو پیغمبرانو باندې نازل شوی دی، دوی غواړي چې فیصلې وېسې په خپلو جګړو کې غیر د الله تعالی د شرعې نه هغه شرعې ته چې بندګانو جوړه کړی ده، او دوی ته امر کړی شوی و چې په دې باندې کفر وکړي. او غواړي شیطان چې لرې يې کړي د حق نه په ډیر لرې والي سره چې د هغه سره سمه لاره نشي موندلی. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 4

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا اِلٰی مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَاِلَی الرَّسُوْلِ رَاَیْتَ الْمُنٰفِقِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْكَ صُدُوْدًا ۟ۚ

او کله چې دې منافقانو ته وویل شي: راشئ هغه څه ته چې رالیږلی الله تعالی په خپل کتاب کې د فیصلی څخه، او راشئ پیغمبر ته د دې لپاره چې فیصله وکړي ستاسو تر منځ په جګړو ستاسو کې، ته به وینې -ای پیغمبره- چې ګرځي به ستا څخه د فیصلې لپاره بل چاته په پوره ګرځیدلو سره. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 4

فَكَیْفَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِیْبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ثُمَّ جَآءُوْكَ یَحْلِفُوْنَ ۖۗ— بِاللّٰهِ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّاۤ اِحْسَانًا وَّتَوْفِیْقًا ۟

نو څرنګه به وي حال د منافقانو کله چې ورسیږي دوی ته مصیبتونه په سبب د هغه ګناهونو چې دوئ کړي دي، بیا راشي تاته -ای پیغمبره- عذر زاري کوي تاته او په الله تعالی قسمونه کوي: مونږ بل چا ته په فیصله وړلو کې بل مقصد نه وو مګر دا چې مونږ نیکې وکړو او د دواړو جګړه مارو ډلو تر منځ جوړښت راولو؟! او دوی دروغجن دي په دې خبره کې؛ ځکه چې نیکي خو په دې کې ده چې د الله تعالی قانون او شرع د هغه په بندګانو باندې عملي شي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 4

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَعْلَمُ اللّٰهُ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ ۗ— فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُلْ لَّهُمْ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِیْغًا ۟

دغه منافقان هغه کسان دی چې پوهیږي الله تعالی په هغه څه چې دوی یې په خپلو زړونو کې پټ ساتي د نفاق او بدې ارادې نه، نو پریږده -ای پیغمبره- دوی او مخ ترې واړوه، او بیان کړه دوی ته د الله تعالی حکم په رغبت ورکولو سره او په ویرې ورکولو سره او ووایه دوی ته وینا داسې اثرناکه وینا چې دوی ته ورسیږي او د دوی په زړونو کې ورننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 4

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا لِیُطَاعَ بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ جَآءُوْكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰهَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا ۟

او مونږ نه دی لیږلی هیڅ رسول مګر د دې لپاره چې د هغه اطاعت وکړی شي په هغه څه کې چې امر پرې کوي د الله تعالی په خوښه او د هغه په تقدیر، او بیشکه کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کړی وي په کولو د ګناهونو سره نو راشي تاته -ای پیغمبره- ستا په ژوند کې اقرار کوونکي په هغو ګناهونو چې دوی کړي وي پښیمانه هم وي او توبه ویستونکي هم وي، او د الله تعالی څخه يې بخښنه غوښتلي وي، او تا ورله هم بخښنه غوښتلي وي؛ نو خامخا دوی به موندلی وای الله تعالی توبه قبلوونکی د دوی؛ مهرباني کوونکی په دوی باندې. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 4

فَلَا وَرَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَ حَتّٰی یُحَكِّمُوْكَ فِیْمَا شَجَرَ بَیْنَهُمْ ثُمَّ لَا یَجِدُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَیْتَ وَیُسَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا ۟

داسې خبره نده لکه څرنګه چې ګمان کوي دا منافقان. بیا الله رب العزت په خپل ذات باندې قسم وکړ چې بیشکه دوی تر هغه وخته پورې په حقه سره منونکي نشې کیدلی تر څو چې دوی فیصله ورنه وړي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د هغه په ژوند کې او د هغه قانون او شرعې ته د هغه د مرګ څخه وروسته په هره مسئله چې د دوی پکې اختلاف راځي، او بیا راضي شي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په فیصله باندې، او د دوی په سینو کې د دې فیصلې د وجې نه څه تنګستیا او شک پاتي نشي، او غاړه کیږدي په پوره غاړه کیښودلو سره په ښکاره او پټ ډول. info
التفاسير:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الاحتكام إلى غير شرع الله والرضا به مناقض للإيمان بالله تعالى، ولا يكون الإيمان التام إلا بالاحتكام إلى الشرع، مع رضا القلب والتسليم الظاهر والباطن بما يحكم به الشرع.
د الله تعالی د شرعې پرته د بل چا قانون او شرعې ته فیصلې وړل او په هغه باندې راضي کیدل په الله تعالی باندې د ایمان سره په ټکر کې دي، او ایمان نه پوره کیږي مګر په فیصلې کولو سره شرعې ته، سره د زړه د رضا نه او په ښکاره او پټ ډول غاړه کېښودل هغه څه ته چې شرعه پرې حکم کوي. info

• من أبرز صفات المنافقين عدم الرضا بشرع الله، وتقديم حكم الطواغيت على حكم الله تعالى.
د منافقانو د غټو صفاتو څخه دا دي چې د الله تعالی په شرعه باندې نه راضي کیږي، او د طاغوت فیصله د الله تعالی په حکم او فیصلې باندې وړاندې کوي. info

• النَّدْب إلى الإعراض عن أهل الجهل والضلالات، مع المبالغة في نصحهم وتخويفهم من الله تعالى.
د جاهلانو او ګمراهانو څخه مخ اړولو ته بلنه ورکول، سره د مبالغې کولو نه د هغوی په نصیحت کولو کې او هغوی د الله تعالی څخه ویرول. info