पवित्र कुरअानको अर्थको अनुवाद - पवित्र कुर्आनको संक्षिप्त व्याख्याको पश्तो अनुवाद ।

external-link copy
20 : 29

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۚ

ای رسوله! دغو د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو ته ووايه: په ځمکه کې وګرځئ بيا فکر وکړئ چې الله څنګه د پيدايښت پيل کړی، بيا الله خلک د هغوی له مرګ وروسته د دويم ځل لپاره را ژوندي کوي د راپورته کېدو او حساب لپاره، بېشکه الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای؛ نو د خلکو د بېرته را پاڅولو څخه نه بې وسې کېږي لکه څنګه يې چې د لومړي ځل پيداکولو څخه نه و بې وسې. info
التفاسير:
यस पृष्ठको अायतहरूका लाभहरूमध्येबाट:
• الأصنام لا تملك رزقًا، فلا تستحق العبادة.
بتان د روزۍ واک نه لري؛ نو د لمانځلو وړ نه دي. info

• طلب الرزق إنما يكون من الله الذي يملك الرزق.
روزي غوښتل يوازې له الله څخه کيږي چې د روزۍ څښتن دی. info

• بدء الخلق دليل على البعث.
د پيدايښت پيل پر بېرته را ژوندي کېدو دليل دی. info

• دخول الجنة محرم على من مات على كفره.
جنت ته ننوتل پر هغه حرام دي چې پر کفر مړه شوي وي. info