വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - അബൂ സക്കറിയ

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
31 : 51

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

51-31 ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 51

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

51-32 دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
33 : 51

لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ

51-33 د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو info
التفاسير:

external-link copy
34 : 51

مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟

51-34 چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 51

فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

51-35 نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو info
التفاسير:

external-link copy
36 : 51

فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

51-36 پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده info
التفاسير:

external-link copy
37 : 51

وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ

51-37 او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي info
التفاسير:

external-link copy
38 : 51

وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

51-38 او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه info
التفاسير:

external-link copy
39 : 51

فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟

51-39 نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل:(دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى info
التفاسير:

external-link copy
40 : 51

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ

51-40 نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و info
التفاسير:

external-link copy
41 : 51

وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ

51-41 او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 51

مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ

51-42 ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه info
التفاسير:

external-link copy
43 : 51

وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟

51-43 او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 51

فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

51-44 نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل info
التفاسير:

external-link copy
45 : 51

فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ

51-45 بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
46 : 51

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠

51-46 او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و info
التفاسير:

external-link copy
47 : 51

وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟

51-47 او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
48 : 51

وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟

51-48 او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
49 : 51

وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

51-49 او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ info
التفاسير:

external-link copy
50 : 51

فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

51-50 نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
51 : 51

وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

51-51 او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم info
التفاسير: