വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - സർഫ്രാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
9 : 8

اِذْ تَسْتَغِیْثُوْنَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ اَنِّیْ مُمِدُّكُمْ بِاَلْفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُرْدِفِیْنَ ۟

او هغه یاد کړه چې تاسې خپل رب ته د کومک چیغې وهلې هغه ستاسې غوښتنه ومنله چې: زه په زرو ملائکو په پرله پسې درلیږلو سره ستاسې ملاتړ کوم. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 8

وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی وَلِتَطْمَىِٕنَّ بِهٖ قُلُوْبُكُمْ ؕ— وَمَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠

ددې کومک لیږل یوازې یو زیری او ستاسې د زړونو ډاډمن کول وو که نه مرسته او کومک یوازې د الله له لورې دی په یقیني توګه چې الله پاک برلاسۍ او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 8

اِذْ یُغَشِّیْكُمُ النُّعَاسَ اَمَنَةً مِّنْهُ وَیُنَزِّلُ عَلَیْكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً لِّیُطَهِّرَكُمْ بِهٖ وَیُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّیْطٰنِ وَلِیَرْبِطَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ وَیُثَبِّتَ بِهِ الْاَقْدَامَ ۟ؕ

او هغه یاد کړئ چې الله پاک تاسې له خپلې لورې د ډاډ او سکون په پرماښۍ[۱۷]کې پوښلئ او پر تاسې یې له اسمان نه اوبه راښکته کولې تر څو پرې تاسې پاک او د شیطان وسوسه در څخه لرې کړي او تر څو زړونه مو پیاوړي او قدمونه مو کلک کړي. info

[۱۷] ـ که څه هم د بدر شپه د لومړني جنګ شپه وه او په داسې شپه جنګیالي ته خوب ورتلل څه اسان کار نه دی خو حضرت علي رضي الله عنه وايي زمونږ د لښکر ټول مجاهدین ویده شول یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ؤ چې ګرده شپه ویښ ؤ او دعا یې کوله.(ابن جریر الطبری ۶/۲۵۸)

التفاسير:

external-link copy
12 : 8

اِذْ یُوْحِیْ رَبُّكَ اِلَی الْمَلٰٓىِٕكَةِ اَنِّیْ مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— سَاُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوْا فَوْقَ الْاَعْنَاقِ وَاضْرِبُوْا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ ۟ؕ

هغه یاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وحې کوله چې زه له تاسې سره یم د مؤمنانو قدمونه کلک کړئ ډیر ژر به زه د کافرانو په زړونو کې ډار واچوم نو تاسې کافران په څټونو او بند په بند ووهئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 8

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ۚ— وَمَنْ یُّشَاقِقِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟

دا ځکه چې دې خلکو د الله او د هغه د رسول مخالفت کړی دی،او څوک چې دالله او د هغه د رسول مخالفت کوي نو باید پوه شي چې د الله عذاب ډیر سخت دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 8

ذٰلِكُمْ فَذُوْقُوْهُ وَاَنَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابَ النَّارِ ۟

هو! همدا ستاسې عذاب دی ویي څکئ او د کافرانو لپاره د اور عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 8

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوْهُمُ الْاَدْبَارَ ۟ۚ

ای مؤمنانو! کله چې د کافرانو سره د یو لښکر په بڼه مخامخ شوئ. نو له هغوس نه تیښته مه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 8

وَمَنْ یُّوَلِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ دُبُرَهٗۤ اِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ اَوْ مُتَحَیِّزًا اِلٰی فِئَةٍ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَمَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

او هر څوک چې په داسې ورځ تیښته وکړي پرته له دی چې د جنګ تاکتیک یې غوښتنه کوي او یاله یوی بلې جنګیالۍ ډلې سره یوځای شي. نو په تحقیق چې د الله غضب یې په برخه او جهنم یې د ورتګ ځای دی او هغه د ورتګ لپاره یې ډیر بد ځای دی. info
التفاسير: