വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - സർഫ്രാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
6 : 76

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟

د هغې چینې اوبه چې د الله ځانګړي بندګان به يي څښي او په خپله خوښه به یې پر هر لور بیا يي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 76

یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟

(د الله نیک بندګان هغه دي چې)نذرونه پوره کوي او له هغې ورځې څخه ډاریږي چې شر به يي په هر لور خوروي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 76

وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟

د الله د مینې په رڼا کې به،مسکین،یتیم او بندي ته خوراک ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 76

اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟

(او وايي به چې) مونږ یې یوازې د الله په مخ درکوو له تاسې،نه بدل غواړو او نه شکریه. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 76

اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟

بیشکه چې مونږ د خپل رب له هغې ورځې ډیر ډاریږو چې خورا تریو مخې او له کړاوونو څخه به ډکه وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 76

فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ

نو الله د همغې ورځې له شر څخه وژغورل او له تازه ګۍ او خوښۍ سره یي مخ کړل. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 76

وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ

او د صبر په بدل کې یي جنت او د وریښمو لباس ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 76

مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ

هلته به یي په تختونو تکیه کړې وي.نه به پکې د لمر ګرمي او نه د ژمي سخته یخني ویني. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 76

وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟

د جنت د ونو سیوری به پرې زوړند او میوې به يي په بشپړ ډول په واک کې ور کړی شوې وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 76

وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ

د سپینو زرو لوښي او د ښیښو ګیلاسونه به پرې ګرځول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 76

قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟

د سپینو زرو ښیښې به د جنت ساقیانو په بشپړ ډول اندازه کړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 76

وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ

د هغو شرابو په ډکو کاسو به خړوبه کیږي چې سونډ به ورسره ګډ شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 76

عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟

دا یوه چینه ده په سلسبیل نومول شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 76

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟

هغه همیشني هلکان به پرې ګرځیږي چې ويي ګوري نو ګومان به وکړې چې ګواکې شیندلې شوې ملغلرې دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 76

وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟

او چې په هر لورې ګورې نو په نعمتونو او لویه پاچايي به دې سترګې نښلي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 76

عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟

د شنو نریو او دشنو پیړو وریښمو کالي به یې يه تن او د سپینو زرو بنګړي به ورته په لاس کړی شوي او رب به یې په پاک ځښاک خړوبوي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 76

اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠

بیشکه چې د ستاسې د نیکو کړنو بدل او هڅې مو منل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 76

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ

بیشکه چې مونږ پرتا قران په بشپړ ډول نازل کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 76

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ

د خپل رب په حکم صبر وکړه او د ګناه ګار او ناشکره کافر مننه مه کوه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 76

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ

د خپل رب نوم سهار او ماښام یادوه. info
التفاسير: