വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - സർഫ്രാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
17 : 68

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

مونږ دا خلک ازمایو لکه چې:د باغ څښتنان مو ازمایلي وو.هغه وخت چې قسم یي وکړ چې د خپل باغ میوې او کښت به ګهیڅ څرک راټولوي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 68

وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟

او هیڅ به نه بیلوي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 68

فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟

دوی لاویده وو چې د الله له لورې یوه بلا راښکته شوه. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 68

فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ

او ټول داسې وګرځیدل لکه له بیخه ریبل شوي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 68

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

نو چې یو بل ته یې ګهیځ څرک غږ وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 68

اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟

که په رښتیا میوې راټولوئ نو باید سهار وختي باغ ته ولاړشئ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 68

فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ

ولاړل،او په ورو،ورو یي سره ویل. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 68

اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ

نو باید یو مسکین هم باغ ته راپرې نږدو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 68

وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟

او ګهیځ وخت له پاخه هوډ سره باغ ته ولاړل. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 68

فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

خو چې باغ یي ولید نو ویي ویل:مونږ لکه چې لار ورکه کړې. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 68

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

(خوژر پوه شول چې نه)بلکې له باغ څخه بې برخې شوي یو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 68

قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟

مینځني یي وویل مادرته نه وو ویلي چې:تاسې ولې الله په پاکۍ سره نه یادوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 68

قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

نو بې له درنګه ټولو وویل:زمونږ رب ډیر پاک دی او په رښتیا چې مونږ تیری کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 68

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟

یوه پر بل مخ راواړاو او یوه پر بل ملامتي اچوله. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 68

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟

ټولو وویل:افسوی زمونږ پر حال مونږ پوره سرغړونه کړې وه. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 68

عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟

زمونږ هیله ده چې زمونږ رب به له دې باغ څخه غوره باغ مونږ ته راکړي مونږ خپل رب ته مخ اړوونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 68

كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

په همدې شان عذاب وي او د اخرت عذاب ډير لوی دی خو که پوهیدای. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 68

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

دا پخه خبره ده چې د پرهیزګارانو لپاره د رب په وړاندې له نعمتونو څخه ډک جنتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 68

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

ایا مونږ به امر منونکي د مجرمانو پشان وګڼو؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 68

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

دا تاسې څه خبره کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 68

اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ

او که داسې لیکنه لرئ چې(خپل برخه لیک)پکې لولئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 68

اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ

او یوازې هغه څه درته پکې ښکارې چې د ځانو لپاره یې غوره ګڼئ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 68

اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

او که پر مونږ داسې تړون اړولی دی چې د قیامت تر ورځې به یوازې هغه څه در رسیږي چې تاسې یې پریکړه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 68

سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ

لدوی څخه پوښتنه وکړه چې کوم یو یي ددې خبرو ضامن او ذمه وار دی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 68

اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟

او که ځیني شریکان لري.که رښتیني وي نو هغه دې هم رامینځ ته کړي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 68

یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ

په کومه ورځ چې الله پاک خپله پونډۍ بربنډه او دوی سجدې ته وبلل شي نو توان به یي نه وي چې سجده وکړي. info
التفاسير: